25 بيا ما هغه سپين زر، سرۀ زر او لوښى وتلل کوم چې بادشاه، د هغۀ مشيرانو او د هغۀ آفسرانو او بنى اِسرائيلو د دې دپاره راکړى وُو چې د خُدائ پاک په کور کښې استعمال شى او ما دا اِمامانو له ورکړل.
نو آخر دا چې، اے ګرانو وروڼو او خوېندو، څۀ چې رښتيا او د شرافت وى، څۀ چې حق او پاک وى، او څۀ چې زړۀ پورې وى، غرض دا څۀ چې اعلىٰ او د تعريف وى، په دې ټولو خبرو غور کوئ.