16 نو ما دا نهۀ مشران راوغوښتل: اِلىعزر، ارىايل، سمعياه، الناتن، يريب، الناتن، ناتن، زکرياه او مسلام او دوه عالمان يويريب او الناتن مې هم راوغوښتل.
نو هغۀ ورته وفرمائيل، ”تا حِکمت غوښتلے دے چې په اِنصاف سره بادشاهى وکړې او خپل اوږد عُمر، مالدارى او د خپل دشمن مرګ دې نۀ دے غوښتے،
د شلمياه د پچې په ذريعه د نمرخاتۀ طرف ته دروازه ووتله او د هغۀ د زوئ زکرياه شمالى طرف ته دروازه ووتله، دا هغه سړے وو چې همېشه يې د حِکمت مشورې ورکولې.
د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى، چې د آسمان او زمکې پېدا کوونکے دے. هغۀ داؤد بادشاه له يو هوښيار زوئ ورکړے دے، چې د پوهې او مهارت خاوند دے، چې اوس د هغۀ منصوبه دا ده چې د مالِک خُدائ دپاره يو کور او د خپل ځان دپاره يو محل جوړ کړى.
د حارِم ډله: معسياه، الياس، سمعياه، يحىايل او عُزياه،
ما د هغه نِهر سره ټوله ډله راغونډه کړه کوم چې د اهاوا ښار ته بهيږى او مونږ هلته درې ورځې خېمې لګولې وې. ما وليدل چې هلته په ډله کښې اِمامان وُو، خو ليويان نۀ وُو.
ما هغوئ په کسيفيا کښې د قبيلې مشر عدو ته ولېږل، چې هغۀ او د هغۀ د قبيلې نه د خُدائ پاک د کور دپاره کاريګر وغواړى او مونږ له داسې خلق راولېږى چې د خُدائ پاک په کور کښې خِدمت وکړى.
د خُدائ پاک په فضل سره هغوئ مونږ له يو تکړه سړے سربياه راولېږلو، چې دے د محلى د قبيلې ليوے وو او اتلس زامن او وروڼه د هغۀ سره راغلل.
ځکه چې مالِک خُدائ عقل او حِکمت ورکوى، او د هغۀ د خولې نه عِلم او پوهه راوځى.
د انسان د زړۀ منصوبه د ډوبو اوبو په شان ده، خو هوښيار سړے ترې نه دا بهر راوباسى.
هرکله چې يو مُلک باغى وى، نو د هغه مُلک ډېر حاکمان وى، خو پوهه او هوښيار انسان د مُلک نظام برقرار ساتى.
هغه وختونه او حالات بدلوى، هغه بادشاهان په تخت کښېنوى او هغوئ اخوا کوى. هغه پوهانو له پوهه او عالمانو له عِلم ورکوى.
څۀ چې زۀ وايم په هغې باندې سوچ وکړه نو بيا به مالِک تا له د ټولو خبرو پوهه درکړى.
او مونږ ته پته ده چې د خُدائ زوئ راغلے دے او مونږ ته يې دا پوهه راکړه چې مونږ هغه وپېژنو څوک چې رښتينے دے، او مونږ په هغۀ کښې يُو څوک چې رښتينے دے يعنې د هغۀ زوئ عيسىٰ مسيح. هغه رښتينے خُدائ پاک او د تل ژوندون دے.