عزرا 8:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 دا د هغه ډلو د مشرانو تفصيل دے کوم چې په بابل کښې جلاوطن وُو او چې هغوئ د عزرا سره په هغه وخت کښې يروشلم ته راواپس شول چې په کوم وخت کښې ارتخششتا بادشاه وُو: Faic an caibideil |
د پرعوس د قبيلې شمېر دوه زره يو سل او دوه اويا کسان، د سفطياه د قبيلې شمېر درې سوه او دوه اويا کسان، د ارخ د قبيلې شمېر اووۀ سوه او پينځۀ اويا کسان، د يشوَع او يوآب د اولاد پخت موآب د قبيلې شمېر دوه زره اتۀ سوه او دولس کسان، د عيلام د قبيلې شمېر يو زر دوه سوه او څلور پنځوس کسان، د زتُو د قبيلې شمېر نهۀ سوه او پينځۀ څلوېښت کسان، د زکى د قبيلې شمېر اووۀ سوه او شپېتۀ کسان، د بانى د قبيلې شمېر شپږ سوه او دوه څلوېښت کسان، د ببى د قبيلې شمېر شپږ سوه او درويشت کسان، د عزجاد د قبيلې شمېر يو زر دوه سوه او دوويشت کسان، د ادونِقام د قبيلې شمېر شپږ سوه او شپږ شپېتۀ کسان، د بِګوئ د قبيلې شمېر دوه زره او شپږ پنځوس کسان، د عدين د قبيلې شمېر څلور سوه او څلور پنځوس کسان، اطير چې د هغۀ نوم حزقياه هم وو د هغۀ د قبيلې شمېر دوه کم سل کسان، د بِضى د قبيلې شمېر درې سوه او درويشت کسان، د يوره د قبيلې شمېر يو سل او دولس کسان، د حاشوم د قبيلې شمېر دوه سوه او درويشت کسان، د جِبار د قبيلې شمېر پينځۀ کم سل کسان.
عزرا يو عالِم وو، هغه په هغه قانون باندې ښۀ پوهېدو کوم چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک موسىٰ له ورکړے وو. ځکه چې د عزرا سره د مالِک خُدائ د هغۀ د خُدائ پاک برکت وو، هغۀ چې څۀ هم غوښتل نو بادشاه ورله ورکول. د ارتخششتا د بادشاهۍ په اوؤم کال، عزرا د بنى اِسرائيلو د يوې قبيلې سره د بابل نه يروشلم ته په سفر روان شو، چې په هغې کښې اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور موسيقاران او څوکيداران او کاريګر شامل وُو.
د فينحاس د قبيلې جيرسوم، د اِتمر د قبيلې دانيال، د داؤد د قبيلې د سکانياه زوئ حطوش، د پرعوس د قبيلې زکرياه، چې د خپلې قبيلې يو نيم سل سړى ورسره وُو. د هغوئ د پلار نيکۀ نسبنامه موجود وه. د پخت موآب د قبيلې د زرخياه زوئ اليهوعينى، چې دوه سوه سړى ورسره وُو، د زتُو د قبيلې، د يحزىايل زوئ سکانياه چې درې سوه سړى ورسره وُو، د عدين د قبيلې د يونتن زوئ عبيد، چې پنځوس سړى ورسره وُو، د عيلام د قبيلې د عتلياه زوئ يشعياه، چې اويا سړى ورسره وُو، د سفطياه د قبيلې د ميکائيل زوئ زبدياه، چې اتيا سړى ورسره وُو، د يوآب د قبيلې د يحىايل زوئ عبدياه، چې دوه سوه او اتلس سړى ورسره وُو، د بانى د قبيلې د يوسفياه زوئ سلوميت، چې يو سل او شپېتۀ سړى ورسره وُو، د ببى د قبيلې د ببى زوئ زکرياه، چې اتۀويشت سړى ورسره وُو، د عزجاد د قبيلې د حقاطان زوئ يوحانان، چې يو سل او لس سړى ورسره وُو، د ادونِقام د قبيلې اليفلط، يعىايل او سمعياه، چې شپېتۀ سړى ورسره وُو، هغوئ په وروستو وخت کښې راواپس شول، د بِګوئ د قبيلې عوتى او زکور، چې اويا سړى ورسره وُو.