8-9 هغوئ د اولې مياشتې په اوله ورځ د بابل نه روان شول او د خُدائ پاک د مدد سره هغوئ د پينځمې مياشتې په اوله ورځ يروشلم ته ورسېدل.
په درېو ورځو کښې، د نهمې مياشتې په شلمه ورځ، هغه ټول سړى يروشلم ته راغلل کوم چې د يهوداه او بنيامين په علاقه کښې اوسېدل او د خُدائ پاک د کور د جرګې په ځائ کښې راغونډ شول. او په هغه وخت کښې دروند باران ورېدلو، د باران او د دې مسئلې په وجه هر يو کس رپېدو.
کله چې مونږ يروشلم ته ورسېدو، نو مونږ درې ورځې آرام وکړو.
مونږ غلامان وُو، خو تا مونږ په غلامۍ کښې پرې نۀ ښودو. تا د فارس بادشاهان مونږ سره ښۀ کړل او دا اجازت دې راکړو چې خپل ژوند تېروو او ستا هغه کور بيا جوړ کړُو، کوم چې تباه شوے وو او دې ته دې هم پرېښودو چې په يهوداه او يروشلم کښې مونږ ته حِفاظت مِلاو شى.
نو د اخسويرس د بادشاهۍ په اوؤم کال، په لسمه مياشت يعنې د طيبت په مياشت کښې، اِستَر شاهى محل ته اخسويرس بادشاه ته راوستلے شوه.
په دې غور وکړئ او ځان پرې پوهه کړئ. دوه شپېتۀ وارې اووۀ کاله به تير شى د کوم وخت نه چې د يروشلم د بيا جوړولو حُکم ورکړے شوے دے ترڅو چې مالِک خُدائ مسح کړے شوے بادشاه راشى. يروشلم به سره د کوڅو او حِفاظتى خندقونو جوړ کړے شى، خو کۀ څۀ هم چې په يروونکى وخت کښې وى.