Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 7:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6-7 عزرا يو عالِم وو، هغه په هغه قانون باندې ښۀ پوهېدو کوم چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک موسىٰ له ورکړے وو. ځکه چې د عزرا سره د مالِک خُدائ د هغۀ د خُدائ پاک برکت وو، هغۀ چې څۀ هم غوښتل نو بادشاه ورله ورکول. د ارتخششتا د بادشاهۍ په اوؤم کال، عزرا د بنى اِسرائيلو د يوې قبيلې سره د بابل نه يروشلم ته په سفر روان شو، چې په هغې کښې اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور موسيقاران او څوکيداران او کاريګر شامل وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 7:6
40 Iomraidhean Croise  

هغه سړى ورته ووئيل، ”د نن نه پس به ستا نوم يعقوب نۀ وى. تا د خُدائ پاک او د انسان سره مقابله کړې ده او تا ګټلې ده، د اوس نه به ستا نوم اِسرائيل وى.“


خو په يهودى مشرانو باندې د خُدائ پاک نظر وو او د فارس آفسرانو دا فېصله وکړه چې تر هغې پورې به يو کار هم نۀ کوى چې ترڅو يې داريوس بادشاه له خط نۀ وى لېږلے او جواب يې نۀ وى راغلے.


هغوئ د خوشحالۍ سره اووۀ ورځې د پتيرې روټۍ اختر وکړو. هغوئ ډېر خوشحاله وُو ځکه چې مالِک خُدائ د اسور بادشاه په هغوئ باندې مهربان کړے وو، نو په دې وجه هغۀ د هغوئ په کار کښې مدد وکړو چې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک کور جوړ کړى.


زۀ د فرات سيند د نمرپرېواتۀ صُوبې د خزانې ټولو آفسرانو له حُکم ورکوم چې هغوئ د عالِم عزرا اِمام دپاره د هغه هر څۀ ښۀ بندوبست وکړى چې هغه يې غواړى، عزرا د آسمان د خُدائ پاک په قانون کښې عالِم دے،


د خُدائ پاک په فضل سره په ما باندې بادشاه، د هغۀ مشيران او د هغۀ ټول طاقتور آفسران مهربان شوى دى، مالِک خُدائ زما خُدائ پاک ما له حوصله راکړې ده او زۀ د دې قابل شوے يم چې د بنى اِسرائيلو د ډلو ډېر مشران دې ته جوړ کړم چې زما سره راواپس شى.“


زوئ د ابيسوع، زوئ د فينحاس، زوئ د اِلى‌عزر او زوئ د هارون څوک چې مشر اِمام وو.


دا د هغه ډلو د مشرانو تفصيل دے کوم چې په بابل کښې جلاوطن وُو او چې هغوئ د عزرا سره په هغه وخت کښې يروشلم ته راواپس شول چې په کوم وخت کښې ارتخششتا بادشاه وُو:


د خُدائ پاک په فضل سره هغوئ مونږ له يو تکړه سړے سربياه راولېږلو، چې دے د محلى د قبيلې ليوے وو او اتلس زامن او وروڼه د هغۀ سره راغلل.


زۀ په دې باندې شرمېدلم چې د بادشاه نه مې يو لښکر او په آسونو سوارۀ فوجيان غوښتى وے چې زمونږ د سفر په دوران کښې د دشمنانو نه زمونږ حِفاظت وکړى، ځکه چې ما هغۀ ته وئيلى وُو چې زمونږ خُدائ پاک هغه هر چا له برکت ورکوى چې څوک ورباندې ايمان لرى، خو هر څوک چې د هغۀ نه واوړى نو د هغوئ نه خفه کيږى او سزا ورکوى.


دا د اولې مياشتې دولسمه ورځ وه چې مونږ يروشلم ته د تلو دپاره د اهاوا نِهر نه روان شُو. زمونږ خُدائ پاک مل وو او چې مونږ سفر کولو نو مونږ يې د دشمن د حملو نه او د ډاکوانو نه بچ کولو.


دا خلق د يوصدق نمسى او د يشوَع زوئ يويقيم په وخت کښې هلته اوسېدل او د نحمياه حکمران په وخت کښې او د عزرا په وخت کښې چې اِمام او د شريعت عالِم وو.


په هغۀ پسې د هغۀ د قبيلې نور کسان وُو: سمعياه، عزراېل، مِللى، جِللى، ماعى، نتنى‌ايل، يهوداه او حنانى. هغوئ ټولو د موسيقۍ هغه شان څيزونه روان کړى وُو کوم چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى داؤد بادشاه غږول. عزرا عالِم د دې جلوس نه وړاندې روان وو.


ما هيچا ته هغه خبره ونۀ کړه چې کومه خُدائ پاک زما په زړۀ کښې د يروشلم په حقله اچولې وه. بيا په نيمه شپه زۀ پاڅېدم او بهر لاړم، يو څو ملګرى مې ځان سره کړل. مونږ صِرف يو ځناور د ځان سره بوتلو، دا هغه خر وو چې په کوم زۀ سور وم.


او ما هغوئ ته ووئيل چې خُدائ پاک زما څنګه مل وو او هغه څۀ مې ورته ووئيل چې ما ته بادشاه وئيلى وُو. نو هغوئ په جواب کښې ووئيل، ”راځئ چې د دېوالونو په جوړولو بيا شروع وکړُو.“ او هغوئ د نېکۍ په دې کار کولو باندې شروع وکړه.


ما د شاهى ځنګلو څوکيدار آسف دپاره هم يو خط وغوښتو، چې هغۀ ته په کښې ليکلى شوى وُو چې د هغه قلعې د دروازو دپاره چې د خُدائ پاک د کور حِفاظت کوى، د ښار د دېوالونو دپاره او د هغه کور دپاره ما له لرګى راکړى چې په کوم کښې به زۀ اوسېدم. ما چې څۀ غوښتى وُو نو بادشاه ما له هغه هر څۀ راکړل، ځکه چې خُدائ پاک په ما مِهربانه وو.


زمونږ دشمنان خبر شول چې مونږ ته دا پته لګېدلې ده چې هغوئ څۀ منصوبه جوړوله او چې خُدائ پاک د هغوئ منصوبې خرابې کړې دى. نو مونږ ټول د دېوال د بيا جوړولو دپاره واپس روان شُو.


تر اوومې مياشتې پورې ټول بنى اِسرائيل په خپلو ښارونو کښې دېره شول. د دې مياشتې په اوله ورځ هغوئ ټول په يروشلم کښې د اوبو دروازې سره دننه د جرګې په ځائ کښې راغونډ شول. هغوئ عزرا عالِم ته ووئيل چې د موسىٰ د شريعت هغه کِتاب راوړى کوم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له ورکړے وو.


په ورپسې ورځ د ډلو مشران چې د هغوئ اِمامان او ليويان هم ورسره وُو، هغوئ عزرا عالِم له لاړل چې د شريعت حُکمونه زده کړى.


عزرا د لرګى د پايو په ممبر باندې ولاړ وو کوم چې د دې موقعې دپاره جوړ شوے وو. دا کسان د هغۀ ښى طرف ته ولاړ وُو، متتياه، سمع، عناياه، اورِياه، خِلقياه، او معسياه، او دا کسان يې ګس طرف ته ولاړ وُو، فداياه، ميسائيل، مُلکياه، حاشوم، حسبدانه، زکرياه او مسلام.


کله چې خلقو ته پته ولګېده چې د شريعت مطالبه څۀ ده، نو هغوئ په ژړا شروع وکړه. نو نحمياه چې حکمران وو، عزرا چې د شريعت اِمام او عالِم وو او هغه ليويانو چې د شريعت تشريح يې کوله هغوئ ټولو هغه خلقو ته وفرمائيل چې، ”دا ورځ د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک دپاره مقدسه ده، نو تاسو له نۀ دى په کار چې غم يا ژړا وکړئ.


د سينا غر سره تۀ د آسمان نه راکوز شوې، تا د خپلو خلقو سره خبرې وکړې او هغوئ ته دې اِنصاف قانون او ښۀ اصُول وښودل.


هغوئ ته دې معلومه شى چې دا ستا لاس وو، چې دا هر څۀ تا وکړل اے مالِکه خُدايه.


هغۀ خپل کلام يعقوب ته ورښکاره کړو، او خپل شريعت او قانون يې بنى اِسرائيلو ته ښکاره کړو.


زړۀ کښې مې وګرځېدله څۀ ښکلې شان خبره د بادشاه په حقله زۀ وايم ښۀ غوندې سندره، د ماهر ليکوال په شان قلم دے زما ژبه.


نو داسې به بيا مونږ کله هم تا نه وانۀ وړُو. مونږ ژوندى پرېږده چې ستا د نوم ثناء صِفت وکړُو.


چې تۀ هر کار کوې نو په هغې کښې مالِک خُدائ ياد ساته، او هغه به تا ته صحيح لاره ښائى.


چې زۀ راغلم نو څوک هم نۀ وو، ولې؟ چې ما آواز وکړو نو چا هم جواب رانۀ کړو، ولې؟ ولې زما لاس دومره کمزورے وو څۀ چې تاسو مې خلاصولے نۀ شوئ؟ ولې زۀ دومره کمزورے يم څۀ چې تاسو بچ کولے نۀ شم؟ زما يو حُکم سره سمندر اوچ شى او سيندونه په صحرا بدل شى، او بغېر اوبو نه کبان مړۀ شى او هر طرف ته بدبوئ خوره شى.


واورئ، د مالِک خُدائ لاس دومره وړوکے نۀ دے چې هغه تاسو بچ کولے نۀ شى او نۀ يې غوږ کُوڼ دے چې ستاسو آواز نۀ اورى.


تاسو څنګه دا وايئ چې، مونږ ټول هوښياران يُو ځکه چې مونږ سره د مالِک خُدائ شريعت موجود دے؟ او حال دا چې د شريعت عالمانو په خپلو دروغو سره اصلى شريعت بدل کړے دے.


بيا هغۀ دوئ ته وفرمائيل، ”هرکله چې د آسمان په بادشاهۍ کښې يو اُستاذ زده کړې ته کښېناستو نو هغه د کور د مالِک په مِثال دے، څوک چې د خپل ګودام نه زاړۀ او نوى څيزونه راوباسى.“


”د شرعې عالمان او فريسيان د موسىٰ په ګدۍ ناست دى،


او دا تعليم ورکوئ چې په هغه ټولو خبرو عمل کوئ چې ما تاسو ته حکم کړے دے. او دا يقين ساتئ چې زۀ به تل او تر قيامته پورې تاسو سره يم.“


هغوئ چرته دى چې هوښيار دى؟ عالمان چرته دى؟ د دې زمانې تکړه بحث کوونکى چرته دى؟ ولې خُدائ پاک د دُنيا حِکمت ته بې‌وقوفى نۀ ده وئيلې؟


نو زما وروڼو او خوېندو، زۀ به اوس تاسو ته هغه زيرے درياد کړم چې ما تاسو ته درکړے وو، کوم چې تاسو قبول کړے وو او په کوم چې تاسو قائم هم يئ.


کۀ تاسو د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک پوره فرمانبردارى وکړئ او په وفادارۍ سره د هغۀ په ټولو حُکمونو عمل کوئ کوم چې زۀ تاسو له درکوم، نو هغه به تاسو له د دُنيا په ټولو قومونو باندې اوچت مقام درکړى.


ما تاسو ته هغه ټول قانون ښودلے دے، کوم چې مالِک خُدائ زما خُدائ پاک ما ته ښودلے دے چې تاسو هغه قانون په هغه مُلک کښې پوره کړئ چې د قبضه کولو دپاره ورباندې حمله کوئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan