Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 7:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 عزرا، تۀ به د هغه حِکمت نه کار اخلې کوم چې ستا خُدائ پاک درکړے دے، تۀ به اِنتظام کوونکى او قاضيان مقرروې چې په هغه ټولو خلقو باندې حکومت کوى چې د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د خُدائ پاک د قانون لاندې ژوند تېروى. تۀ به هغه هر چا ته دا قانون ښائې چې څوک ورباندې نۀ پوهيږى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 7:25
30 Iomraidhean Croise  

او فِرعون هغوئ ته ووئيل، ”مونږ ته به هيڅکله هم د يوسف نه ښۀ سړے مِلاو نۀ شى، يو داسې سړے چې په هغۀ کښې د خُدائ پاک روح وى.“


فِرعون يوسف ته ووئيل، ”خُدائ پاک تا ته دا هر څۀ ښودلى دى، نو دا ښکاره خبره ده چې ستا نه لوئ هوښيار او ښۀ عقلمند کس بل نشته.


کله چې ټول بنى اِسرائيليان د سليمان د فېصلې نه خبر شول، نو د هغۀ رُعب ورباندې پرېوتو، ځکه چې هغوئ ته نوره پته ولګېده چې خُدائ پاک هغۀ له حِکمت ورکړے دے چې په اِنصاف سره لانجې هوارې کړى.


نو هغه بادشاه حُکم وکړو چې، ”د هغه اِمامانو نه يو راولېږه چې کوم مونږ قېديان راوستى دى، هغه دې لاړ شى او هلته دې اوسيږى، چې خلقو ته د هغه مُلک د خُدائ قانون وښائى.“


او مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې پوهه او حِکمت درکړى نو تۀ به د هغۀ د قانون په مطابق په بنى اِسرائيلو باندې حکومت وکړې.


بادشاه د دې ليويانو نه څليريشت زره کسان مقرر کړل چې د مالِک خُدائ د کور د کار اِنتظام وکړى، شپږ زره کسان چې اِنتظام چلوى او لانجې هواروى،


اوس پاڅه، دا خبره ستا په لاس کښې ده. مونږ به ستا ملګرتيا کوُو، نو تکړه شه او دا کار وکړه.“


نو بيا داريوس بادشاه دا جواب ورولېږلو، ”دا د نمرپرېواتۀ طرف ته فرات حکمران تتنى، شتربوزنى او د نمرپرېواتۀ طرف ته فرات ستا آفسرانو ته دے، چې تاسو به د خُدائ پاک د کور سره کار نۀ ساتئ


عزرا خپل ژوند دې ته وقف کړے وو چې د مالِک خُدائ په قانون باندې پوهه شى، په هغې عمل وکړى او د دې ټول قانون او اصُول بنى اِسرائيلو ته وښائى.


زۀ، تا زما د خپلو اووۀ مشيرانو سره لېږم چې په يروشلم او يهوداه کښې حالات معلوم کړئ چې دا پته ولګى چې ستا د خُدائ پاک په قانون باندې څومره ښۀ عمل کيږى، هغه قانون چې تا سره موجود دے.


تقريباً درې ګينټې هغوئ ولاړ وُو او د مالِک خُدائ د هغوئ د خُدائ پاک قانون ورته ولوستلے شو او ورپسې درې ګينټې هغوئ د خپلو ګناهونو اِقرار وکړو او د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت يې وکړو.


قانون د مالِک خُدائ کامِل دے، روح تازه کوى. هدايت د مالِک خُدائ باورى دے، د ساده نه هوښيار جوړوى.


ځکه چې مالِک خُدائ عقل او حِکمت ورکوى، او د هغۀ د خولې نه عِلم او پوهه راوځى.


نو د هغوئ حُکمونه ډيوه ده او د هغوئ هدايت رڼا ده، او د هغوئ اصلاح د ژوندون لار ده.


د اِمام د خولې دا فرض دى چې صحيح تعليم خور کړى، او د هغۀ د خولې نه دې خلق د شريعت لټون وکړى، ځکه چې هغه د مالِک خُدائ ربُ الافواج پېغام رسوونکے دے.


بيا هغۀ دوئ ته وفرمائيل، ”هرکله چې د آسمان په بادشاهۍ کښې يو اُستاذ زده کړې ته کښېناستو نو هغه د کور د مالِک په مِثال دے، څوک چې د خپل ګودام نه زاړۀ او نوى څيزونه راوباسى.“


هغه چې غاړې ته راورسېدو نو يوه لويه ګڼه يې وليده او زړۀ يې پرې وسوزېدلو ځکه چې هغوئ د داسې ګډو په شان وُو چې شپون ورسره نۀ وى او هغۀ هغوئ ته د ډېرو خبرو په حقله تعليم ورکړو.


په هر يو ښار کښې چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې درکوى په هغې کښې قاضيان او نور آفسران مقرر کړئ. دا سړى به د چا د طرفدارۍ نه بغېر فېصلې کوى.


نو چې مونږ د هغۀ زيرے بيان کړُو او هر چا ته نصيحت وکړُو او هر يو ته په پوره هوښيارتيا سره تعليم ورکړُو نو چې هر څوک مونږ په مسيح کښې خُدائ پاک ته بالغ پېش کړُو.


خو کۀ په تاسو کښې په چا کښې د حِکمت کمے وى نو هغه دې د خُدائ پاک نه وغواړى څوک چې بې‌خفګانه ټولو له په سخاوت سره ورکوى او تاسو له به يې هم درکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan