22 د دې حد به د درې زره او څلور سوو کلو سپينو زرو، د لسو زرو کلو غنمو، دوه زره ليټره مے او دوه زره ليټره د زيتُونو تېلو پورې وى او چې داسې څومره د مالګې ضرورت وى.
زۀ د فرات سيند د نمرپرېواتۀ صُوبې د خزانې ټولو آفسرانو له حُکم ورکوم چې هغوئ د عالِم عزرا اِمام دپاره د هغه هر څۀ ښۀ بندوبست وکړى چې هغه يې غواړى، عزرا د آسمان د خُدائ پاک په قانون کښې عالِم دے،
تاسو به خامخا د هغه هر څۀ په بندوبست کولو کښې د احتياط نه کار اخلئ چې د آسمان خُدائ پاک يې د خپل کور دپاره غوښتنه کوى او پام کوئ چې هغه ما ته او هغه کسانو ته هيڅکله غصه نۀ شى کوم چې زما نه پس بادشاهى کوى.
د تېلو مقرر شوې حِصه، چې په بَت ناپ شوى وى، دا به د هر کُر نه د يو بَت لسمه حِصه وى، په دې کښې لس بَته يا يو حومر وى او لس بَته د يو حومر برابر وى.
د غلې په هره نذرانه باندې مالګه اچوئ، ځکه چې مالګه د خُدائ پاک او ستاسو په مينځ کښې د لوظ نښه ده. (تاسو په خپلو ټولو نذرانو خامخا مالګه اچوئ.)