Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 7:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 زۀ د فرات سيند د نمرپرېواتۀ صُوبې د خزانې ټولو آفسرانو له حُکم ورکوم چې هغوئ د عالِم عزرا اِمام دپاره د هغه هر څۀ ښۀ بندوبست وکړى چې هغه يې غواړى، عزرا د آسمان د خُدائ پاک په قانون کښې عالِم دے،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 7:21
11 Iomraidhean Croise  

نو په دې وجه زمونږ دا يقين دے کۀ دا ښار بيا جوړ شى او د دې دېوالونه مکمل شى، نو بادشاه سلامت، د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته صُوبه به ستا د قابو نه بهر شى.“


هلته طاقتورو بادشاهانو بادشاهى کړې ده او د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته په ټوله صُوبه يې حکومت کړے دے او جزيه، محصُول او پېسې يې راټولولې.


نو بيا داريوس بادشاه دا جواب ورولېږلو، ”دا د نمرپرېواتۀ طرف ته فرات حکمران تتنى، شتربوزنى او د نمرپرېواتۀ طرف ته فرات ستا آفسرانو ته دے، چې تاسو به د خُدائ پاک د کور سره کار نۀ ساتئ


ډېره موده پس، کله چې ارتخششتا د فارس بادشاه وو، نو يو سړے وو چې نوم يې عزرا وو. هغۀ خپله شجره نسب مشر اِمام هارون ته ورسوله، چې داسې ده: عزرا د شراياه زوئ وو چې هغه زوئ د عزرياه، زوئ د خِلقياه،


د دې حد به د درې زره او څلور سوو کلو سپينو زرو، د لسو زرو کلو غنمو، دوه زره ليټره مے او دوه زره ليټره د زيتُونو تېلو پورې وى او چې داسې څومره د مالګې ضرورت وى.


عزرا يو عالِم وو، هغه په هغه قانون باندې ښۀ پوهېدو کوم چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک موسىٰ له ورکړے وو. ځکه چې د عزرا سره د مالِک خُدائ د هغۀ د خُدائ پاک برکت وو، هغۀ چې څۀ هم غوښتل نو بادشاه ورله ورکول. د ارتخششتا د بادشاهۍ په اوؤم کال، عزرا د بنى اِسرائيلو د يوې قبيلې سره د بابل نه يروشلم ته په سفر روان شو، چې په هغې کښې اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور موسيقاران او څوکيداران او کاريګر شامل وُو.


هغوئ هغه ليکلے شوے فرمان هم راوخستلو کوم چې بادشاه ورکړے وو او هغه يې حکمرانانو او د نمرپرېواتۀ طرف فرات ته د صُوبې آفسرانو له ورکړو، چې هغوئ بيا د هغه خلقو سره او د خُدائ پاک د کور سره مدد وکړو.


بيا ما هغۀ ته ووئيل چې په ما دا مِهربانى وکړه چې ما له د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د صُوبې د حکمرانانو دپاره خطونه راکړه، چې په کښې هغوئ ته دا ليکلى شوى وى چې ما له اجازت راکړى چې د هغوئ په مُلک کښې يهوداه ته په خېر سره سفر وکړم.


مونږ ته تا د خپلو اصُولو په حقله حُکم وکړو چې هغه په پوره توګه ومنو.


زۀ د خپلې بادشاهۍ په هر ځائ کښې خلقو ته دا فرمان جارى کوم چې تاسو ټول د دانيال د خُدائ نه يرېږئ او د هغۀ عزت کوئ. ځکه چې هغه ژوندے خُدائ پاک دے، او همېشه پاتې کېدونکے دے، د هغۀ بادشاهى به هيڅکله نۀ تباه کيږى، او د هغۀ بادشاهى به کله هم نۀ ختميږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan