20 او تاسو ته چې د خُدائ پاک د کور دپاره د بل هر څيز ضرورت وى، نو تاسو هغه د شاهى خزانې نه اخستلے شئ.
دېوالونه به داسې جوړولے شى چې درې ردې د لويو کاڼو وى او په يوه رَده کښې د لرګى تختې لګولے شوى وى. دا ټوله خرچه به شاهى خزانه ورکوى.
تاسو به په يروشلم کښې خُدائ پاک ته هغه ټول لوښى پېش کوئ کوم چې د خُدائ پاک د کور د خِدمت د استعمال دپاره درکړے شوى دى.
د دې دپاره شاهى اصُول مقرر وُو چې قبيلې به هره ورځ د خُدائ پاک د کور په موسيقۍ کښې مشرى څنګه کوى.