18 کوم سرۀ زر او سپين زر چې پاتې شى نو چې ستا او ستا د خلقو هر څنګه خوښه وى نو هغه شان يې استعمالولے شئ، خو د خُدائ پاک د رضا په مطابق.
ذمه وارو سړو په صداقت سره کار کولو، نو د پېسو د حِساب کِتاب ضرورت نۀ پېښېدو.
خو چې هغوئ له کومې پېسې ورکړے شوې وى نو د هغې حِساب کِتاب ورسره مۀ کوئ، ځکه چې هغوئ د ايماندارۍ سره لېن دېن کوى.“
تاسو به دا پېسې په احتياط سره خرچ کوئ او غوَيى، ګډان او ګډُورى، غله او مے په بيعه واخلئ او په يروشلم کښې يې د خُدائ پاک د کور په قربانګاه باندې پېش کړئ.
تاسو به په يروشلم کښې خُدائ پاک ته هغه ټول لوښى پېش کوئ کوم چې د خُدائ پاک د کور د خِدمت د استعمال دپاره درکړے شوى دى.
کۀ هر څوک هم ستا د خُدائ پاک د قانون يا د بادشاه د قانون نافرمانى کوى، نو هغۀ له به هم په هغه وخت سزا ورکولے شى، چې وژلے به شى، يا به جلاوطن کړے شى، يا به د هغۀ نه جائيداد ضبط کولے شى، يا به قېد کولے شى.“
نو ځکه کم عقل کېږئ مۀ بلکې په دې ځان پوهه کړئ چې د مالِک مرضى څۀ ده.