17 تاسو به دا پېسې په احتياط سره خرچ کوئ او غوَيى، ګډان او ګډُورى، غله او مے په بيعه واخلئ او په يروشلم کښې يې د خُدائ پاک د کور په قربانګاه باندې پېش کړئ.
هغه خُدائ پاک چا چې يروشلم د دې دپاره خوښ کړے دے چې هلته به د هغۀ عبادت کيږى نو کۀ کوم بادشاه يا قوم د دې حُکم نه اِنکار وکړى يا د دې کور د تباه کولو کوشش کوى نو خُدائ پاک دې ورله شکست ورکړى. ما داريوس دا حُکم کړے دے او دا حُکم دې پوره ومنلے شى.“
کوم سرۀ زر او سپين زر چې پاتې شى نو چې ستا او ستا د خلقو هر څنګه خوښه وى نو هغه شان يې استعمالولے شئ، خو د خُدائ پاک د رضا په مطابق.
د سلع نه د مُلک حکمران ته په کلنګ کښې ګډُورى ورولېږه. دا د صحرا په لاره د صيون لور غرۀ ته ورولېږه.
يو غوَيے، ګډه، يا يو چېلے مالِک خُدائ ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه يا د يوې منښتې د پوره کولو د نذرانې، يا د رضاکارانه نذرانې يا د ستاسو په مقررو اخترونو کښې د يوې نذرانې په توګه پېش کولے شى، د دې نذرانو خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.
هلته هغۀ د خُدائ د کور په دربار کښې د غوَيانو، ګډو او د کونترو خرڅوونکى او صرافان په خپلو کُرسو ناست وليدل.