Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 7:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 تاسو به هغه ټول سرۀ زر او سپين زر هم د ځان سره اوړئ کوم چې تاسو د بابل په ټوله صُوبه کښې راغونډ کړئ او هغه نذرانې به هم اوړئ کومې چې بنى اِسرائيليان او د هغوئ اِمامان په يروشلم کښې د خپل خُدائ پاک کور دپاره ورکوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 7:16
13 Iomraidhean Croise  

ما ته پته ده چې تۀ د هر چا زړۀ معلوموې او د خلقو په صداقت خوشحاليږى. په روغ نېت او خلوص سره ما دا هر څۀ تا له درکړى دى او ما ته پته لګېدلې ده چې کوم خلق دلته راغونډ شوى دى هغوئ تا له څومره په شوق او خوشحالۍ سره نذرانې راوړى.


بيا د ډلو مشرانو، د قبيلو آفسرانو، د فوج مشرانو، د شاهى جائيداد اِنتظام کوونکو د مالِک خُدائ د کور د کار دپاره دا څيزونه ورکړل: د يو سل او اويا ټنو نه زيات سرۀ زر، د درېو سوو او دېرشو ټنو نه زيات سپين زر او تقريباً شپږ سوه او شل ټنه زېړ او د درېو زرو او څلورو سوو ټنو نه زياته اوسپنه.


خلقو د زړۀ د اخلاصه څيزونه ورکول او هغوئ په دې خوشحاله وُو چې څومره زيات يې ورکړى دى. داؤد بادشاه هم ډېر زيات خوشحاله وو.


يو ليوى، د يمنه زوئ قورې څوک چې د مالِک خُدائ د کور د نمرخاتۀ طرف ته دروازې مشر څوکيدار وو، هغه د هغه تُحفو د وصولولو او د تقسيمولو مشر وو چې کومې مالِک خُدائ ته پېش کېدلې.


اوس ما ستا دپاره يو عظيم کور جوړ کړے دے، يو داسې ځائ چې د همېشه دپاره به په کښې اوسېږې.“


د هغه وخت نه چې د کله نه مې خپل خلق د مِصر نه راويستى دى تر اوسه پورې ما د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې يو ښار هم نۀ دے خوښ کړے چې هلته زما د عبادت دپاره يو کور جوړ کړے شى او ما هيڅ څوک هم نۀ دے خوښ کړے چې زما د خلقو بنى اِسرائيلو مشرى وکړى.


خو اوس ما يروشلم خوښ کړے دے چې دا به هغه ځائ وى چرته چې به زما عبادت کيږى او ما داؤد خوښ کړے دے چې زما په خلقو يعنې بنى اِسرائيلو باندې حکومت کوى.“


ژوندى پاتې شوى خلق چې چرته هم اوسيږى، نو خپل ګاونډيان به ورله په مدد کښې دا څيزونه ورکړى لکه چې سپين زر، سرۀ زر، د سفر دپاره توښه، د سورلۍ ځناور او داسې نذرانې هم چې په يروشلم کښې د خُدائ پاک په کور کښې پېش کړے شى.“


د هغوئ ټولو ګاونډيانو د هغوئ مدد وکړو او هغوئ له يې د سپينو زرو څيزونه، سرۀ زر، د سفر دپاره توښه، د سورلۍ دپاره ځناور او قيمتى څيزونه ورکړل، د دې هر څۀ نه علاوه رضاکارانه نذرانې يې هم ورکړې.


د صيون نه دې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وى، هغۀ ته دې ثناء صِفت وى څوک چې په يروشلم کښې اوسيږى. د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ.


ځکه کۀ د ورکولو شوق وى نو خُدائ پاک هديه د هغې په مطابق قبلوى څۀ چې د چا سره وى، نه چې د هغې په مطابق چې د هغۀ سره نۀ وى.


تاسو هر يو دې هم هغه هومره ورکړى څومره چې يې په زړۀ کښې دى، او نۀ چې په نۀ زړۀ او نۀ د بل چا په مجبورولو سره ځکه چې خُدائ پاک په خوشحالۍ ورکوونکو سره مينه کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan