بيا د ډلو مشرانو، د قبيلو آفسرانو، د فوج مشرانو، د شاهى جائيداد اِنتظام کوونکو د مالِک خُدائ د کور د کار دپاره دا څيزونه ورکړل: د يو سل او اويا ټنو نه زيات سرۀ زر، د درېو سوو او دېرشو ټنو نه زيات سپين زر او تقريباً شپږ سوه او شل ټنه زېړ او د درېو زرو او څلورو سوو ټنو نه زياته اوسپنه.
زۀ، تا زما د خپلو اووۀ مشيرانو سره لېږم چې په يروشلم او يهوداه کښې حالات معلوم کړئ چې دا پته ولګى چې ستا د خُدائ پاک په قانون باندې څومره ښۀ عمل کيږى، هغه قانون چې تا سره موجود دے.
بيا ما هغه سپين زر، سرۀ زر او لوښى وتلل کوم چې بادشاه، د هغۀ مشيرانو او د هغۀ آفسرانو او بنى اِسرائيلو د دې دپاره راکړى وُو چې د خُدائ پاک په کور کښې استعمال شى او ما دا اِمامانو له ورکړل.