Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 7:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 زۀ دا حُکم کوم چې زما په ټول سلطنت کښې چې کوم بنى اِسرائيليان، اِمامان او ليويان چې د هغوئ زړۀ غواړى چې تا سره يروشلم ته لاړ شى نو لاړ دې شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 7:13
11 Iomraidhean Croise  

نو هغوئ په شمال کښې د دان نه واخله په جنوب کښې د بيرسبع پورې ټول اِسرائيل له دعوت ورکړو، چې په يروشلم کښې په دومره لوئ شمېر کښې راغونډ شى چې مخکښې نۀ وى راغونډ شوى او د قانون په مطابق د فسحې اختر وکړى.


هر څوک چې د هغۀ خلق وى نو هغه د يهوداه يروشلم ته تلے شئ چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دپاره يو کور بيا جوړ کړئ، د چا عبادت چې په يروشلم کښې کيږى. او ستاسو خُدائ پاک دې ستاسو مل شى.


خو بيا چې کله خورس بادشاه د بابل بادشاه شو نو د هغۀ د بادشاهۍ په وړومبى کال، خورس دا حُکم وکړو چې د خُدائ پاک کور دې بيا جوړ شى.


نو داريوس بادشاه حُکم جارى کړو چې د بابل هغه شاهى تاريخ دې ولټولے شى کوم چې په خزانه کښې ساتلے شوے وو.


د بادشاه د حُکم په مطابق هغه فرمان د سوسه په مرکزى ښار کښې خلقو ته ورسولے شو او پېغام رسونکو دا خبر نورو صُوبو ته يوړو. په کوم وخت کښې چې د سوسه ښار په ګډوډۍ کښې اچولے شو نو بادشاه او همان شرابو څښلو ته ناست وُو.


نو بادشاه حُکم وکړو چې داسې دې وشى او په سوسه کښې دا فرمان جارى شو. د همان د لسو زامنو لاشونه په دار راځوړند کړے شول.


کله چې تۀ دشمن سره په جنګ شې نو ستا خلق به په خپله رضا تا ته راشى. د تقوىٰ او پرهيزګارۍ په لباس به سمبال شوى تا ته راشى، لکه د پرخې په شان به سحر وختى په مقدس غر به خپل ځوانان تا ته راشى.


او هغوئ يې د تل دپاره په خپل ځايونو مقرر کړې دى، او هغۀ ورته قانون مقرر کړو چې هيڅکله نۀ ختميږى.


زۀ د خپلې بادشاهۍ په هر ځائ کښې خلقو ته دا فرمان جارى کوم چې تاسو ټول د دانيال د خُدائ نه يرېږئ او د هغۀ عزت کوئ. ځکه چې هغه ژوندے خُدائ پاک دے، او همېشه پاتې کېدونکے دے، د هغۀ بادشاهى به هيڅکله نۀ تباه کيږى، او د هغۀ بادشاهى به کله هم نۀ ختميږى.


ځکه چې دا خُدائ پاک دے چې په تاسو کښې نيت او عمل دواړه د خپلې نېکې ارادې پوره کولو دپاره پېدا کوى.


روحُ القُدس او ناوې وائى چې، ”راشه.“ او هر اورېدونکے دې هم وائى چې، ”راشه.“ او څوک چې تږے وى، هغه دې راشى، او څوک چې يې غواړى، د ژوندون د اوبو نه دې وړيا واخلى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan