Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 7:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 ”د ارتخششتا بادشاه د طرف نه، عزرا اِمام ته، چې هغه د آسمان د خُدائ پاک د قانون عالِم دے، ډېر سلامونه. او اوس،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 7:12
15 Iomraidhean Croise  

د شام بادشاه بِن‌حدد خپل ټول فوج راغونډ کړو او دوه دېرشو نورو بادشاهانو يې د خپلو آسونو او جنګى ګاډو سره ملګرتيا کوله، هغه روان شو، سامريه يې محاصره کړه او په دې باندې يې د حملې تيارے وکړو.


سليمان د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته د تِفسَح نه واخله د غزه ښار پورې په ټول مُلک بادشاهى کوله. او هغه د خپلو ټولو ګاونډى مُلکونو سره په امن کښې وو.


”دا د فارس د بادشاه خورس حُکم دے. مالِک خُدائ، د آسمانونو خُدائ پاک زۀ په ټوله دُنيا باندې حکمران کړے يم او دا ذمه وارى يې راکړې ده چې د مالِک خُدائ دپاره په يهوداه کښې د يروشلم په ښار کښې کور جوړ کړم.


نو بادشاه دا جواب ورولېږلو، ”رحُوم حکمران، د صُوبې منشى شِمسى او د هغوئ هغه ملګرو ته چې کوم په سامريه کښې اوسيږى او د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ټولو خلقو ته، سلامونه.


ډېره موده پس، کله چې ارتخششتا د فارس بادشاه وو، نو يو سړے وو چې نوم يې عزرا وو. هغۀ خپله شجره نسب مشر اِمام هارون ته ورسوله، چې داسې ده: عزرا د شراياه زوئ وو چې هغه زوئ د عزرياه، زوئ د خِلقياه،


ارتخششتا عزرا اِمام او عالِم له دا کاغذ ورکړو، چې هغۀ د هغه قانون او حُکمونه پوره پوهه لرله کوم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته ورکړى وُو،


عزرا يو عالِم وو، هغه په هغه قانون باندې ښۀ پوهېدو کوم چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک موسىٰ له ورکړے وو. ځکه چې د عزرا سره د مالِک خُدائ د هغۀ د خُدائ پاک برکت وو، هغۀ چې څۀ هم غوښتل نو بادشاه ورله ورکول. د ارتخششتا د بادشاهۍ په اوؤم کال، عزرا د بنى اِسرائيلو د يوې قبيلې سره د بابل نه يروشلم ته په سفر روان شو، چې په هغې کښې اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور موسيقاران او څوکيداران او کاريګر شامل وُو.


هغۀ وئيل چې، ”زما هر يو فوجى مشر بادشاه دے.


نو ځکه مالِک قادر مطلق خُدائ داسې فرمائى، زۀ به د شمال د خوا نه د بابل بادشاه نبوکدنضر د بادشاهانو بادشاه، د آسونو او جنګى ګاډو، د سوارو او د لوئ لښکر سره د هغوئ خلاف راولم.


تاسو، اے بادشاه سلامت، د ټولو بادشاهانو نه لوئ بادشاه يئ. آسمانى خُدائ پاک درته بادشاهى او قدرت، زور شان او شوکت درکړے دے.


بادشاه دانيال ته ووئيل، ”بې‌شکه ستا خُدائ پاک د ټولو معبودانو خُدائ پاک دے او د بادشاهانو مالِک دے او د رازونو ښکاره کوونکے دے. ځکه چې تا ته دا راز څرګند کړے شو.“


نو خُدائ پاک به هغه په مناسب وخت را ښکاره کړى، او خُدائ پاک واحد، مبارک حکمران، د بادشاهانو بادشاه او د مالِکانو مالِک دے.


هغوئ به د ګډُورى سره جنګ وکړى خو ګډُورے به په هغوئ کامياب شى ځکه چې هغه د مالِکانو مالِک او د بادشاهانو بادشاه دے، او هغوئ هم چې بللے شوى دى، غوره شوى دى او وفادار دى ورسره ملګرى دى.“


او د هغۀ په چُوغه او په پتُون دا نوم ليکلے دے چې، ”د بادشاهانو بادشاه او د مالِکانو مالِک.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan