Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 6:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 نو بيا داريوس بادشاه دا جواب ورولېږلو، ”دا د نمرپرېواتۀ طرف ته فرات حکمران تتنى، شتربوزنى او د نمرپرېواتۀ طرف ته فرات ستا آفسرانو ته دے، چې تاسو به د خُدائ پاک د کور سره کار نۀ ساتئ

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 6:6
14 Iomraidhean Croise  

هغه سړى ورته ووئيل، ”د نن نه پس به ستا نوم يعقوب نۀ وى. تا د خُدائ پاک او د انسان سره مقابله کړې ده او تا ګټلې ده، د اوس نه به ستا نوم اِسرائيل وى.“


قادر خُدائ دې هغه سړے په تاسو مِهربانه کړى، نو چې هغه بنيامين او هغه ستاسو بل ورور دواړه تاسو ته واپس کړى. خو کۀ زما بچى خامخا مړۀ کيږى، نو مړۀ دې شى.“


”د حکمران رحُوم، د صُوبې منشى شِمسى، د هغوئ د ملګرو، قاضيانو او د نورو ټولو آفسرانو نه، کوم چې د عيلام په مُلک کښې د ارک، بابل او د سوسه سړى دى،


نو د نمرپرېواتۀ طرف ته فرات حکمران تتنى، شتربوزنى او د هغوئ ملګرى آفسران سمدستى يروشلم ته راغلل او وې وئيل، ”تا له دا حُکم څوک درکوى چې دا کور بيا جوړ کړه او سر ته يې ورسوه؟“


هغوئ داريوس بادشاه له دا خبر ورولېږلو،


بيا تتنى حکمران، شتربوزنى او د هغوئ آفسرانو هم هغه شان وکړل چې څنګه داريوس بادشاه حُکم کړے وو.


او د دې په جوړېدو کښې کار مۀ ساتئ. د يهوداه حکمران او يهودى مشران پرېږدئ چې هغوئ د خُدائ پاک کور هلته جوړ کړى چرته چې مخکښې ولاړ وو.


مالِکه خُدايه، اوس زما سوال واوره او د خپلو نورو ټولو خِدمتګارانو دُعاګانې واوره چې چا ته ستا د نوم په درناوى کولو کښې خوشحالى ملاويږى. او ما له کاميابى راکړه او داسې بادشاه نن په ما مِهربانه کړه. د هغۀ په زړۀ کښې دا خبره واچوه چې په ما رحم وکړى.“ په هغه وخت کښې زۀ د بادشاه ساقى وم.


ځکه د انسانانو غصه ستا د ثناء سبب جوړيږى، او د هغوئ د قهر نتيجه ستا د جلال باعث جوړيږى.


د بادشاه زړۀ د مالِک خُدائ په لاس کښې دے، کوم ځائ چې د دۀ خوښه وى هلته يې لکه د نِهرونو د اوبو غوندې بوځى.


هيڅ قسمه حِکمت، عقل او منصوبه نشته چې د مالِک خُدائ خلاف کاميابه شى.


نه، بلکې مالِک خُدائ د هغوئ مخالفت وکړو او جلاوطن يې کړل. هغوئ يې د نمرخاتۀ په طرف د يوې زورَورې هوا سره وشړل.


نو بيا مونږ د دې خبرو په حق کښې څۀ وئيلے شُو؟ کۀ خُدائ پاک زمونږ په طرف دے نو بيا زمونږ مخالف څوک کېدے شى؟


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan