Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 6:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 نبوکدنضر بادشاه چې په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور نه کوم د سرو زرو او سپينو زرو لوښى بابل ته اوړى وُو نو هغه به هم د خُدائ پاک کور يعنې خپل صحيح ځائ ته راواپس کولے شى کوم چې په يروشلم کښې دے.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 6:5
12 Iomraidhean Croise  

او د محل او د مالِک خُدائ د کور ټولې خزانې يې بابل ته يوړې. لکه څنګه چې مالِک خُدائ پېشګوئې کړې وه، نبوکدنضر د سرو زرو هغه ټول سامان مات کړو کوم چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور دپاره جوړ کړے وو.


کله چې سپرلے شو، نو نبوکدنضر بادشاه يهوياکين بابل ته قېدى بوتلو او د مالِک خُدائ د کور خزانې يې يوړې. بيا نبوکدنضر د يهوياکين ترۀ صدقياه د يهوداه او يروشلم بادشاه جوړ کړو.


د بابل بادشاه د مالِک خُدائ کور، د دې خزانې او د بادشاه او د هغۀ د آفسرانو دولت لوټ کړو او هر څۀ يې بابل ته يوړل.


هغۀ د خُدائ پاک په کور کښې د سرو زرو او سپينو زرو لوښى بيا کېښودل کوم چې نبوکدنضر د خُدائ پاک د کور نه اوړى وُو چې هغه کور په يروشلم کښې وو او په بابل کښې يې په عبادتخانه کښې اېښى وُو. خورس بادشاه دا لوښى د يو سړى په حواله کړل چې د هغۀ نوم شيسبضر وو، کوم چې هغۀ د يهوداه حکمران مقرر کړے وو.


نو بيا ما اِمامانو ته ووئيل چې، ”دا هغه څۀ دى چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى، هغه نبيانو ته غوږ مۀ نيسئ چې څوک داسې وائى چې د خُدائ پاک د کور مقدس څيزونه به ډېر زر د بابل نه راواپس شى. هغوئ تاسو ته د دروغو پېشګويانې کوى.


نبوزردان د فوج مشر ځان سره هم هغه وړې کاسې، د خوشبو انګيټۍ، کاسې، دېګونه، ډيوټ دانونه، لوښى، کاسې کومې چې چڼکاو نذرانو دپاره استعمالېدلې او نور ټول سامان کوم چې د سوچه سرو او سپينو زرو نه جوړې شوې وې.


او مالِک خُدائ يهويقيم د يهوداه بادشاه سره د خُدائ د کور څۀ خاص څيزونه د هغۀ لاسونو ته حواله کړل. هغۀ دا د خُدائ د کور سامانونه بابل ته د خپل معبود کور ته يوړل او دا يې د خپل معبود د کور په خزانه کښې کېښودل.


کله چې بيلشضر خپل مے څښل، نو هغۀ حکم وکړو چې هغه د سرو زرو او سپينو زرو جامونه او پيالۍ راوړئ کومې چې د هغۀ پلار نبوکدنضر په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور نه راوړې وې، چې بادشاه او د هغۀ آفسران، د هغۀ ښځې او د هغۀ وينځې په کښې مے وڅښى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan