Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 6:20 - Pakistani Yousafzai Pashto

20 ټولو اِمامانو او ليويانو خپل ځانونه پاک کړى وُو او د پاکېدو رسم يې ادا کړے وو. ليويانو د فسحې د اختر د قربانۍ دپاره د ټولو راواپس شوو خلقو، د اِمامانو او د خپلو ځانونو دپاره څاروى حلال کړى وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 6:20
7 Iomraidhean Croise  

خو اِمامان دومره لږ وُو چې دا ټول ځناور يې نۀ شول حلالولے، نو ليويانو د کار د ختمېدو پورې د هغوئ مدد کولو تر هغه وخته پورې چې نورو اِمامانو ځانونه پاک کړل. ليويانو د ځان په پاک ساتلو کښې د اِمامانو نه زيات خيال ساتلو.


کله چې ګډُورى او چېلى حلال کړے شول، نو اِمامانو په قربان‌ګاه باندې وينه وشيندله او ليويانو د هغې نه څرمنې وويستلې.


د دې کېدو نه پس، ليويانو د خپل ځان دپاره او د هارون د اولاد اِمامانو دپاره د غوښې بندوبست وکړو، ځکه چې اِمامان د سحر نه واخله تر ماښام پورې مصروف وُو او د قربانو وازګه او هغه څاروى يې سوزول چې په پوره توګه سوزولے شول.


د ليوى قبيلې د آسف د قبيلې دا موسيقاران په هغه ځايونو کښې وُو کوم چې هغوئ ته د داؤد د اصُولو په مطابق حواله شوى وُو، آسف، هيمان او د بادشاه پېغمبر يدوتون. د مالِک خُدائ د کور د دروازو څوکيدارانو ته د خپلو ځايونو نه د تلو ضرورت نۀ وو، ځکه چې نورو ليويانو د هغوئ دپاره د فسحې اختر تيار کړے وو.


موسىٰ د بنى اِسرائيلو ټول مشران راوغوښتل او هغوئ ته يې وفرمائيل، ”په تاسو کښې دې هر يو کس يو ګډُورے يا د چېلۍ بچے خوښ کړى او حلال يې کړئ، نو چې ستاسو خاندان د فسحې اختر وکړى.


او هغه دې د نورو مشرانو اِمامانو په شان د دې محتاج نۀ وى چې هره ورځ اول د خپلو ګناهونو دپاره او بيا د اُمت د ګناهونو دپاره قربانۍ ورکوى ځکه چې دا کار هغۀ په يو ځل د ټولو دپاره وکړو کله چې يې خپل ځان قربان کړو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan