2 خو د مادى صُوبې په اکبتانا ښار کښې يو طومار پېدا شو، چې دا ليکل په کښې شوى وُو،
چې دا د هوسيع د بادشاهۍ نهم کال وو، د اسور بادشاه سامريه قبضه کړه، د اِسرائيل خلق يې اسور ته قېديان بوتلل او د هغوئ څۀ کسان په خلح ښار کښې، څۀ د جوزان په ضِلع کښې د خابور سيند سره نزدې او څۀ د ماديو ښارونو ته د اوسېدو دپاره ولېږل.
نو بادشاه سلامت، کۀ ستا خوښه وى نو د بابل شاهى تاريخ دې ولټولے شى نو دا به معلوم شى چې خورس په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور د بيا جوړولو حُکم ورکړے وو او کۀ نه، او بيا مونږ خبر کړه چې په دې معامله کښې ستا خوښه څۀ ده.“
بيا ما وفرمائيل، وګوره خُدايه پاکه، زۀ راغلم چې ستا مرضى پوره کړم، اے خُدايه پاکه، د کِتاب مقدس په پاڼو کښې يې زما په حقله دا ليکلى دى.“