عزرا 6:17 - Pakistani Yousafzai Pashto17 د وقف کولو دپاره هغوئ سل غوَيى، دوه سوه ګډان او څلور سوه ګډُورى د قربانۍ په توګه پېش کړل او دولس چېلى يې د ګناه د نذرانې په توګه پېش کړل چې د بنى اِسرائيلو د هرې يوې قبيلې دپاره يو يو وو. Faic an caibideil |
بيا هغه ټولو خلقو نذرانې راوړې کوم چې د جلاوطنۍ نه راغلى وُو چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته د قربانۍ په توګه وسوزولے شى. هغوئ د ټولو بنى اِسرائيلو دپاره دولس غوَيى، څلور کم سل ګډان، اووۀ اويا ګډُورى پېش کړل، هغوئ دولس چېلى هم پېش کړل چې خپل ځانونه د ګناه نه پاک کړى. دا ټول ځناور مالِک خُدائ ته د قربانۍ په توګه وسوزولے شول.