9 مونږ بيا د خلقو د مشرانو نه تپوس وکړو چې مونږ ته ووائى چې هغوئ له دا اختيار چا ورکړے دے چې د خُدائ پاک کور بيا جوړ کړى او سر ته يې ورسوى.
بادشاه سلامت، مونږ تا خبرول غواړُو چې هغه يهوديان کوم ستا د نورو علاقو نه راغلى دى هغوئ په يروشلم کښې دېره شوى دى او هغه خراب او سرکشه ښار بيا جوړوى. هغوئ د دېوالونو بيا جوړول شروع کړى دى او ډېر زر به يې تيار کړى.
مونږ د هغوئ د نومونو تپوس هم وکړو نو چې داسې مونږ تا خبر کړُو چې د دې کار مشران څوک دى.
بادشاه سلامت، تا ته دې پته وى چې مونږ د يهوداه صُوبې ته ورغلو او ومو ليدل چې د عظيم خُدائ پاک کور د لويو کاڼو او په دېوالونو کښې د لرګو د ستنو سره بيا جوړيږى. کار د ډېر احتياط سره کولے شى او ډېر ښۀ روان دے.