Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 5:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 بادشاه سلامت، تا ته دې پته وى چې مونږ د يهوداه صُوبې ته ورغلو او ومو ليدل چې د عظيم خُدائ پاک کور د لويو کاڼو او په دېوالونو کښې د لرګو د ستنو سره بيا جوړيږى. کار د ډېر احتياط سره کولے شى او ډېر ښۀ روان دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 5:8
20 Iomraidhean Croise  

دا د يهوديانو د جلاوطن شوو خلقو تفصيل دے څوک چې د آزادېدو نه پس واپس خپلو صُوبو ته تلل. نبوکدنضر بادشاه هغوئ بابل ته قېديان بوتلى وُو، خو اوس يروشلم، يهوداه او خپلو نورو ښارونو ته راواپس شول چرته چې هغوئ مخکښې اوسېدل.


”داريوس بادشاه ته ډېر ډېر سلامونه.


مونږ بيا د خلقو د مشرانو نه تپوس وکړو چې مونږ ته ووائى چې هغوئ له دا اختيار چا ورکړ‌ے دے چې د خُدائ پاک کور بيا جوړ کړى او سر ته يې ورسوى.


نو چې داسې هغوئ هغه قربانۍ پېش کړى په کومو باندې چې د آسمان خُدائ پاک رضا کيږى او زما او زما د زامنو دپاره د هغۀ نه برکت غواړى.


دېوالونه به داسې جوړولے شى چې درې ردې د لويو کاڼو وى او په يوه رَده کښې د لرګى تختې لګولے شوى وى. دا ټوله خرچه به شاهى خزانه ورکوى.


تاسو به خامخا د هغه هر څۀ په بندوبست کولو کښې د احتياط نه کار اخلئ چې د آسمان خُدائ پاک يې د خپل کور دپاره غوښتنه کوى او پام کوئ چې هغه ما ته او هغه کسانو ته هيڅکله غصه نۀ شى کوم چې زما نه پس بادشاهى کوى.


د يهوداه په ښارونو کښې بنى اِسرائيل، اِمامان، ليويان، د خُدائ پاک د کور کاريګران او د سليمان د نوکرانو اولاد په خپلو ښارونو کښې په خپلو جائيدادونو کښې اوسېدل. دا د يهوداه صُوبې د مشرانو ښاريانو تفصيل دے کوم چې په يروشلم کښې اوسېدل:


ډېر جلاوطن شوى کسان د بابل صُوبې نه لاړل او يروشلم او يهوداه ته راواپس شول، هر يو خپل ښار ته راغلو. د هغوئ خاندان په بابل کښې د جلاوطنۍ په دوران کښې د هغه وخت نه اوسېدې چې نبوکدنضر بادشاه هغوئ هلته قېديان بوتلى وُو.


د فارس په مرکزى ښار سوسه کښې اخسويرس بادشاه د خپل شاهى تخت د هِندوستان نه تر ايتهوپيا پورې په يو سل او اوويشتو صُوبو باندې حکومت کولو.


هغۀ هرې شاهى صُوبې ته د هغه صُوبې په ژبه او رسم‌الخط کښې يو پېغام ولېږلو، چې په کښې وئيلے شوى وُو چې هر يو خاوند به د خپل کور مشرى کوى.


مالِک خُدائ لوئ دے او د ډېر ثناء صِفت قابل دے، د هغۀ لوئى هيڅوک هم معلومولے نۀ شى.


بادشاه دانيال ته ووئيل، ”بې‌شکه ستا خُدائ پاک د ټولو معبودانو خُدائ پاک دے او د بادشاهانو مالِک دے او د رازونو ښکاره کوونکے دے. ځکه چې تا ته دا راز څرګند کړے شو.“


نو بيا نبوکدنضر د اور د بټۍ خولې ته نزدې ورغلو او آواز ‎يې ورکړو، ”شدرک، ميشک او عبدنجو، د خُدائ تعالىٰ خِدمتګارانو، بهر راوځئ. دلته راشئ.“ نو شدرک، ميشک او عبدنجو د اور نه بهر راووتل.


زۀ غواړم چې تاسو ته د هغه معجزو او حېرانونکو نښو په حقله خبرې وکړم کومې معجزې چې خُدائ تعالىٰ زما دپاره کړى دى.


زۀ د خپلې بادشاهۍ په هر ځائ کښې خلقو ته دا فرمان جارى کوم چې تاسو ټول د دانيال د خُدائ نه يرېږئ او د هغۀ عزت کوئ. ځکه چې هغه ژوندے خُدائ پاک دے، او همېشه پاتې کېدونکے دے، د هغۀ بادشاهى به هيڅکله نۀ تباه کيږى، او د هغۀ بادشاهى به کله هم نۀ ختميږى.


مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د معبودانو خُدائ پاک او د مالِکانو مالِک خُدائ دے. هغه لوئ او طاقتور دے، د هغۀ نه يره په کار ده. هغه نۀ د چا طرفدارى کوى او نۀ رشوت اخلى.


د هغوئ دشمنانو ته پته ده چې د هغوئ معبودان کمزورى دى، د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک په شان طاقتور نۀ دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan