7 ”داريوس بادشاه ته ډېر ډېر سلامونه.
نو بادشاه دا جواب ورولېږلو، ”رحُوم حکمران، د صُوبې منشى شِمسى او د هغوئ هغه ملګرو ته چې کوم په سامريه کښې اوسيږى او د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ټولو خلقو ته، سلامونه.
هغوئ داريوس بادشاه له دا خبر ورولېږلو،
بادشاه سلامت، تا ته دې پته وى چې مونږ د يهوداه صُوبې ته ورغلو او ومو ليدل چې د عظيم خُدائ پاک کور د لويو کاڼو او په دېوالونو کښې د لرګو د ستنو سره بيا جوړيږى. کار د ډېر احتياط سره کولے شى او ډېر ښۀ روان دے.
هغوئ نبوکدنضر بادشاه ته ووئيل چې، ”اے بادشاه، تۀ دې د تل دپاره ژوندے يې.
نبوکدنضر بادشاه د دُنيا ټولو خلقو، ټولو قومونو، او ټولو ژبو ويوونکو ته دا پېغام ورولېږلو چې، په خير اوسئ.
دانيال ورله جواب ورکړو، ”بادشاه سلامت، تۀ دې د تل دپاره ژوندے اوسې.
زۀ تاسو ته سکون پرېږدم، زما خپل سکون، هغه چې دُنيا يې نۀ شى ورکولے. نو مۀ پرېشانه کېږئ او مۀ يرېږئ.
اوس مالِک چې د سلامتۍ سرچينه دے په خپله دې تاسو ته هر وخت او په هر حال کښې سلامتى درکړى. مالِک دې تاسو ټولو سره وى.