Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 5:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 کله چې د شلتى‌اېل زوئ زرُبابل او د يوصدق زوئ يشوَع د هغوئ پېغام واورېدو، نو هغوئ په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور بيا جوړول شروع کړل او د خُدائ پاک هغه دوه پېغمبران د هغوئ سره وُو او د هغوئ مدد يې کولو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 5:2
16 Iomraidhean Croise  

د فارس بادشاه خورس دا د شاهى خزانې مشر مِتردات ته حواله کړل، مِتردات د دې نه يو فهرست جوړ کړو او د يهوداه مشر شيسبضر له ورکړو،


دا د هغه سړو نومونه دى چا چې د غېرو قومونو ښځې کړې وې، د هغه اِمامانو نومونه د قبيلې په حِساب سره ليکلے شوى دى: د يشوَع ډله او د هغۀ د وروڼو چې د يوصدق زامن وُو: معسياه، اِلى‌عزر، يريب او جدلياه.


او د يوصدق زوئ يشوَع، د هغۀ ملګرو اِمامانو او د شلتى‌اېل زوئ زرُبابل سره د خپلو رشته‌دارانو، د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک قربان‌ګاه بيا جوړه کړه، نو چې هغوئ په دې باندې د هغه اصُولو په مطابق قربانۍ وسوزوى کوم چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى وُو، موسىٰ د خُدائ پاک خِدمتګار وو.


د هغې نه پس چې هغوئ په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور ځائ ته واپس راغلى وُو نو د هغه کال په دوېمه مياشت يې کار شروع کړو. زرُبابل، يشوَع او د هغۀ نور وطنداران، اِمامان او ليويان او هغه ټول خلق په کار کښې شامل شول کوم چې د جلاوطنۍ نه يروشلم ته واپس راغلى وُو. هغه ټول ليويان چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو هغوئ د مالِک خُدائ د کور د بيا جوړېدو مشران مقرر شول.


يهودى مشرانو د خُدائ پاک د کور عمارت په ښۀ طريقه جوړولو، چې د هغوئ حوصله افزائى حجى او زکرياه پېغمبرانو کوله. هغوئ د خُدائ پاک کور هم هغه شان سر ته ورسولو لکه څنګه چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک حُکم کړے وو او خورس، داريوس او د فارس بادشاه ارتخششتا فرمان جارى کړے وو.


تاسو په دې نننۍ ورځ چې د نهمې مياشتې څليريشتم تاريخ دے سوچ وکړئ، کله چې په دې ورځ د مالِک خُدائ د کور بنياد کېښودلے شو. په دې فکر وکړئ،


نو هغې وفرمائيل، ”دا دوه غوره شوى سړى دى چې د ټولې دُنيا د مالِک خِدمت وکړى.“


ما د فرښتې نه تپوس وکړو چا چې ما سره خبرې کولې، ”دا څۀ دى، زما مالِکه؟“


د هغوئ د سپينو زرو او سرو زرو تحفه واخله او تاج ترې جوړ کړه، او دا د مشر اِمام د يهوصدق د زوئ يشوَع په سر کړه.


مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، ”تاسو څوک چې دا کلام اوس اورئ چې نبيانو فرمائيلے دے څوک چې هلته وُو کله چې د مالِک خُدائ ربُ الافواج د کور بنياد کېښودے شو، خپل لاسونه مضبوط کړئ چې د خُدائ پاک کور جوړ شى.


زمونږ مقصد دا نۀ دے چې ستاسو په ايمان بادشاهى کوُو بلکې ستاسو د خوشحالۍ دپاره مونږ تاسو سره په شريکه خِدمت کوُو ځکه چې تاسو په ايمان کښې قائم يئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan