Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 5:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 نو شيسبضر راغلو او د دې بنياد يې کېښودو، د دې جوړېدل د هغه وخت نه واخله تر ننه پورې جارى وُو، خو د خُدائ پاک کور تر اوسه پورې مکمل شوے نۀ دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 5:16
11 Iomraidhean Croise  

کله چې ګِلکارانو د مالِک خُدائ د کور بنياد کېښودل شروع کړل، نو اِمامان په خپلو ځايونو باندې ولاړ وُو، چُوغې يې اغوستې وې او بيګل د هغوئ په لاسونو کښې وُو او د آسف د قبېلې ليويان د چمټو سره هلته ولاړ وُو. هغوئ د مالِک خُدائ ثناء صِفت د هغه اصُولو په مطابق کولو کوم اصُول چې داؤد بادشاه ښودلى وُو.


د هغې نه پس چې هغوئ په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور ځائ ته واپس راغلى وُو نو د هغه کال په دوېمه مياشت يې کار شروع کړو. زرُبابل، يشوَع او د هغۀ نور وطنداران، اِمامان او ليويان او هغه ټول خلق په کار کښې شامل شول کوم چې د جلاوطنۍ نه يروشلم ته واپس راغلى وُو. هغه ټول ليويان چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو هغوئ د مالِک خُدائ د کور د بيا جوړېدو مشران مقرر شول.


هغۀ د خُدائ پاک په کور کښې د سرو زرو او سپينو زرو لوښى بيا کېښودل کوم چې نبوکدنضر د خُدائ پاک د کور نه اوړى وُو چې هغه کور په يروشلم کښې وو او په بابل کښې يې په عبادتخانه کښې اېښى وُو. خورس بادشاه دا لوښى د يو سړى په حواله کړل چې د هغۀ نوم شيسبضر وو، کوم چې هغۀ د يهوداه حکمران مقرر کړے وو.


بادشاه هغۀ ته ووئيل چې دا يوسى او په يروشلم کښې يې د خُدائ پاک کور ته واپس کړى او هغه کور په هغه ځائ باندې بيا جوړ کړى چې چرته مخکښې وو.


کله چې د شلتى‌اېل زوئ زرُبابل او د يوصدق زوئ يشوَع د هغوئ پېغام واورېدو، نو هغوئ په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور بيا جوړول شروع کړل او د خُدائ پاک هغه دوه پېغمبران د هغوئ سره وُو او د هغوئ مدد يې کولو.


هغوئ د خُدائ پاک کور د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په شپږم کال کښې د ادر مياشتې په درېمه ورځ سر ته ورسولو.


تاسو په دې نننۍ ورځ چې د نهمې مياشتې څليريشتم تاريخ دے سوچ وکړئ، کله چې په دې ورځ د مالِک خُدائ د کور بنياد کېښودلے شو. په دې فکر وکړئ،


وړو شروعاتو ته په سپکه سترګه مۀ ګورئ، ځکه چې هغه د کار په شروع کېدو سره چې د زرُبابل په لاس کښې سال وګورى خوشحاليږى. دا اووۀ ډيوې د مالِک خُدائ د سترګو نمائندګى کوى، چې د هغوئ په ذريعه د ټولې دُنيا لټون کوى.“


”د زرُبابل لاسونو د خُدائ د کور بنياد کېښودو، هم د دۀ لاسونه به يې مکمل کړى. بيا به تاسو ته پته ولګى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج زۀ تاسو ته رالېږلے يم.


بيا يهوديانو ووئيل، ”دا د خُدائ کور خو په شپږ څلوېښت کاله کښې جوړ شوے دے، او تۀ يې راته په درېو ورځو کښې ودروې؟“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan