15 بادشاه هغۀ ته ووئيل چې دا يوسى او په يروشلم کښې يې د خُدائ پاک کور ته واپس کړى او هغه کور په هغه ځائ باندې بيا جوړ کړى چې چرته مخکښې وو.
”دا د فارس د بادشاه خورس حُکم دے. مالِک خُدائ، د آسمانونو خُدائ پاک زۀ په ټوله دُنيا باندې حکمران کړے يم او دا ذمه وارى يې راکړې ده چې د مالِک خُدائ دپاره په يهوداه کښې د يروشلم په ښار کښې کور جوړ کړم.
اګر چې د جلاوطنۍ نه واپس راتلونکى کسان بيا هم د هغه خلقو نه يرېدل کوم چې په هغه مُلک کښې اوسېدل، هغوئ قربانګاه په هغه ځائ کښې بيا جوړه کړه چرته چې مخکښې ولاړه وه. بيا هغوئ يو ځل بيا په هغې باندې د هر سحر او هر ماښام نذرانې سوزول شروع کړل.
هغۀ د خُدائ پاک په کور کښې د سرو زرو او سپينو زرو لوښى بيا کېښودل کوم چې نبوکدنضر د خُدائ پاک د کور نه اوړى وُو چې هغه کور په يروشلم کښې وو او په بابل کښې يې په عبادتخانه کښې اېښى وُو. خورس بادشاه دا لوښى د يو سړى په حواله کړل چې د هغۀ نوم شيسبضر وو، کوم چې هغۀ د يهوداه حکمران مقرر کړے وو.
نو شيسبضر راغلو او د دې بنياد يې کېښودو، د دې جوړېدل د هغه وخت نه واخله تر ننه پورې جارى وُو، خو د خُدائ پاک کور تر اوسه پورې مکمل شوے نۀ دے.
”د خپلې بادشاهۍ په وړومبى کال خورس بادشاه حُکم وکړو چې په يروشلم کښې دې د خُدائ پاک کور بيا جوړ کړے شى چې هغه يو داسې ځائ وى چرته به چې قربانۍ کيږى او نذرانې به سوزولے شى. د خُدائ پاک کور به تقريباً دېرش ګزه اوچت او دېرش ګزه پلن جوړولے شى.