13 خو بيا چې کله خورس بادشاه د بابل بادشاه شو نو د هغۀ د بادشاهۍ په وړومبى کال، خورس دا حُکم وکړو چې د خُدائ پاک کور دې بيا جوړ شى.
يهودى مشرانو د خُدائ پاک د کور عمارت په ښۀ طريقه جوړولو، چې د هغوئ حوصله افزائى حجى او زکرياه پېغمبرانو کوله. هغوئ د خُدائ پاک کور هم هغه شان سر ته ورسولو لکه څنګه چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک حُکم کړے وو او خورس، داريوس او د فارس بادشاه ارتخششتا فرمان جارى کړے وو.
زۀ خورس ته وايم، تۀ زما شپون يې، تۀ به هغه کار کوې چې څۀ درته زۀ وايم يعنې، تۀ به حُکم ورکړې چې يروشلم دې بيا جوړ شى او د خُدائ پاک د کور بنيادونه دې واچولے شى.“
دا سامانونه به بابل ته يوړے شى او دا به زما د راتلو د ورځې پورې هلته وى، مالِک خُدائ داسې فرمائى چې، نو بيا به زۀ دا ټول سامان واپس راوړم او په دې ځائ کښې به يې ولګوم.“