Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 5:1 - Pakistani Yousafzai Pashto

1 په هغه وخت کښې دوه پېغمبران حجى او د عدو زوئ زکرياه وُو. هغوئ په يهوداه او يروشلم کښې اوسېدونکو يهوديانو له د بنى اِسرائيلو هغه خُدائ پاک په نوم پېشګوئې ورکوله چې کوم د هغوئ دپاسه وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 5:1
9 Iomraidhean Croise  

نو د خُدائ پاک په کور باندې کار بند وو او د فارس بادشاه داريوس د بادشاهۍ تر دوېم کال پورې کار ځنډولے شوے وو.


يهودى مشرانو د خُدائ پاک د کور عمارت په ښۀ طريقه جوړولو، چې د هغوئ حوصله افزائى حجى او زکرياه پېغمبرانو کوله. هغوئ د خُدائ پاک کور هم هغه شان سر ته ورسولو لکه څنګه چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک حُکم کړے وو او خورس، داريوس او د فارس بادشاه ارتخششتا فرمان جارى کړے وو.


هغه به د خپلو رمو د شپونتوب دپاره ودريږى د مالِک خُدائ په طاقت سره، د مالِک خپل خُدائ پاک د نوم په رُعب سره. او هغوئ به په امن سره اوسيږى، نو بيا به د هغۀ عظمت د دُنيا آخرى حدونو ته ورسيږى.


د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په دوېم کال د شپږمې مياشتې په اوله ورځ، د مالِک خُدائ کلام د حجى پېغمبر په وسيله زرُبابل د شلتى‌اېل په زوئ نازل شو چې د يهوداه حکمران وو، او يشوَع ته چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ وو.


بيا د مالِک خُدائ پېغام د حجى پېغمبر په ذريعه راغلو چې،


تاسو په دې نننۍ ورځ چې د نهمې مياشتې څليريشتم تاريخ دے سوچ وکړئ، کله چې په دې ورځ د مالِک خُدائ د کور بنياد کېښودلے شو. په دې فکر وکړئ،


مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى چې، ”تاسو څوک چې دا کلام اوس اورئ چې نبيانو فرمائيلے دے څوک چې هلته وُو کله چې د مالِک خُدائ ربُ الافواج د کور بنياد کېښودے شو، خپل لاسونه مضبوط کړئ چې د خُدائ پاک کور جوړ شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan