Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 4:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 يو ځل بيا د فارس بادشاه ارتخششتا په دوران کښې، بِشلام، مِتردات، طابئيل او د هغوئ ملګرو بادشاه ته يو خط وليکلو. هغه خط په آرامى ژبه کښې ليکلے شوے وو او بيا د بادشاه دپاره ترجمه کړے شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 4:7
12 Iomraidhean Croise  

نو اِلياقيم، شبناه او يوآخ هغه آفسر ته ووئيل، ”تۀ د خپلو نوکرانو سره په آرامى ژبه کښې خبرې وکړه، مونږ په دې پوهيږو. مونږ سره په عبرانۍ کښې خبرې مۀ کوه، ځکه چې په دېوال باندې خلق به يې واورى.“


د يهوداه او بنيامين د خلقو دشمنان د دې نه خبر شول چې کوم خلق د جلاوطنۍ نه راواپس شوى دى نو هغوئ د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک کور بيا جوړوى.


نو بادشاه دا جواب ورولېږلو، ”رحُوم حکمران، د صُوبې منشى شِمسى او د هغوئ هغه ملګرو ته چې کوم په سامريه کښې اوسيږى او د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ټولو خلقو ته، سلامونه.


رحُوم حکمران او د صُوبې منشى شِمسى هم د يروشلم په حقله ارتخششتا بادشاه ته دا خط وليکلو،


”د حکمران رحُوم، د صُوبې منشى شِمسى، د هغوئ د ملګرو، قاضيانو او د نورو ټولو آفسرانو نه، کوم چې د عيلام په مُلک کښې د ارک، بابل او د سوسه سړى دى،


هغوئ داريوس بادشاه له دا خبر ورولېږلو،


ډېره موده پس، کله چې ارتخششتا د فارس بادشاه وو، نو يو سړے وو چې نوم يې عزرا وو. هغۀ خپله شجره نسب مشر اِمام هارون ته ورسوله، چې داسې ده: عزرا د شراياه زوئ وو چې هغه زوئ د عزرياه، زوئ د خِلقياه،


هغوئ هغه ليکلے شوے فرمان هم راوخستلو کوم چې بادشاه ورکړے وو او هغه يې حکمرانانو او د نمرپرېواتۀ طرف فرات ته د صُوبې آفسرانو له ورکړو، چې هغوئ بيا د هغه خلقو سره او د خُدائ پاک د کور سره مدد وکړو.


د ارتخششتا بادشاه د بادشاهۍ په شلم کال د نيسان په مياشت کښې په کوم وخت چې بادشاه له مے راغلل، نو ما مے واخستل او بادشاه له مې ورکړل. زۀ د هغۀ په حضور کښې د دې نه مخکښې هيڅکله نۀ وم خفه شوے،


نو اِلياقيم، شبناه او يوآخ هغه آفسر ته ووئيل، ”صاحبه، تۀ زمونږ سره په آرامى ژبه کښې خبرې کوه ځکه چې مونږ په دې ښۀ پوهيږو. مونږ سره په عبرانۍ کښې خبرې مۀ کوه، ځکه چې په دېوال باندې ټول خلق دا اورى.“


نو بيا اوس، زۀ تاسو ته رښتيا وايم. په فارس کښې به نور درې بادشاهان راوچت شى، او بيا به څلورم بادشاه راشى، څوک چې به د هغوئ ټولو نه زيات مالداره وى. هغۀ د خپل دولت په ذريعه طاقت حاصل کړے دے، نو هغه به هر څوک د يونان د حکومت په خلاف راوچت کړى.


نو بيا نجوميانو هغۀ ته په آرامى ژبه کښې ووئيل چې، ”بادشاه سلامت دې تر ابده ژوندے وى. خپلو خادِمانو ته دې خپل خوب بيان کړه، نو مونږ به د هغې تعبير تاسو ته ووايو.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan