Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 4:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 هغوئ د فارس د حکومت آفسرانو له د دې دپاره رشوت هم ورکولو چې د هغوئ خِلاف کار وکړى. هغوئ د فارس بادشاه خورس په ټوله بادشاهۍ کښې داسې کول او هغوئ د فارس بادشاه داريوس د بادشاهۍ شروع کېدو پورې دا کار نۀ پرېښودو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 4:5
9 Iomraidhean Croise  

هغۀ د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه، ځکه چې د هغۀ د پلار د مرګ نه پس د اخى‌اب د خاندان نور کسان د هغۀ مشيران شول او هغه يې د تباهۍ طرف ته بوتلو.


نو د خُدائ پاک په کور باندې کار بند وو او د فارس بادشاه داريوس د بادشاهۍ تر دوېم کال پورې کار ځنډولے شوے وو.


او چې کوم خلق په هغه مُلک کښې اوسېدل نو هغوئ دا کوشش کولو چې يهوديان بې‌حوصلې کړى او د مالِک خُدائ د کور جوړولو نه يې ويروى.


د اخسويرس بادشاه د بادشاهۍ په شروع کښې، د يهوداه او يروشلم خلقو دشمنانو د هغوئ خِلاف يو ليکلے شوے اِلزام راوړو.


خو په يهودى مشرانو باندې د خُدائ پاک نظر وو او د فارس آفسرانو دا فېصله وکړه چې تر هغې پورې به يو کار هم نۀ کوى چې ترڅو يې داريوس بادشاه له خط نۀ وى لېږلے او جواب يې نۀ وى راغلے.


خو د فارس سلطنت روحانى شهزاده تر يوويشت ورځو پورې زما مخه ونيوله. بيا ميکائيل چې د فرښتو سردار دے، زما مدد کولو له راغلو ځکه چې زۀ د فارس بادشاه سره ګېر شوے وم.


ستا نه، اے نينوه، څوک راغلو چې د مالِک خُدائ خلاف منصوبې جوړوى، څوک چې بې‌کاره مشوره ورکوونکى دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan