عزرا 4:3 - Pakistani Yousafzai Pashto3 نو زرُبابل، يشوَع او د ډلو مشرانو هغوئ ته ووئيل، ”مونږ ته د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په کور جوړولو کښې ستاسو د مدد هيڅ ضرورت نشته. مونږ به دا په خپله جوړوُو هم هغه شان چې څنګه د فارس بادشاه خورس حُکم راکړے دے.“ Faic an caibideil |
د هغې نه پس چې هغوئ په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور ځائ ته واپس راغلى وُو نو د هغه کال په دوېمه مياشت يې کار شروع کړو. زرُبابل، يشوَع او د هغۀ نور وطنداران، اِمامان او ليويان او هغه ټول خلق په کار کښې شامل شول کوم چې د جلاوطنۍ نه يروشلم ته واپس راغلى وُو. هغه ټول ليويان چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو هغوئ د مالِک خُدائ د کور د بيا جوړېدو مشران مقرر شول.