23 نو څنګه چې د ارتخششتا بادشاه خط رحُوم، شِمسى او د هغوئ ملګرو ته ولوستلے شو، نو هغوئ يروشلم ته تېز لاړل او يهوديان يې دې ته مجبور کړل چې د ښار بيا جوړول بند کړى.
نو بادشاه دا جواب ورولېږلو، ”رحُوم حکمران، د صُوبې منشى شِمسى او د هغوئ هغه ملګرو ته چې کوم په سامريه کښې اوسيږى او د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ټولو خلقو ته، سلامونه.
دا کار سمدستى وکړئ چې داسې زما فائدې ته نور تاوان ونۀ رسيږى.“
نو د خُدائ پاک په کور باندې کار بند وو او د فارس بادشاه داريوس د بادشاهۍ تر دوېم کال پورې کار ځنډولے شوے وو.
يو ځل بيا د فارس بادشاه ارتخششتا په دوران کښې، بِشلام، مِتردات، طابئيل او د هغوئ ملګرو بادشاه ته يو خط وليکلو. هغه خط په آرامى ژبه کښې ليکلے شوے وو او بيا د بادشاه دپاره ترجمه کړے شو.
ترڅو پورې چې دوئ غلط کار نۀ وى کړے تر هغې خوب نۀ ورځى، ترڅو پورې چې دوئ چا ته تيندک نۀ وى ورکړے نو دوئ تر هغې پورې آرام نۀ کوى.
افسوس په هغوئ باندې څوک چې د بېاِنصافۍ منصوبې جوړوى، په هغوئ چې په خپلو کټونو کښې د بدو منصوبو خوبونه ګورى. د سحر په رڼا کښې هغوئ دا پوره کوى ځکه چې د دې کول د دوئ په اختيار کښې دى.
د هغوئ پښې د وينې د تويولو دپاره په منډه دى.