22 دا کار سمدستى وکړئ چې داسې زما فائدې ته نور تاوان ونۀ رسيږى.“
بادشاه سلامت، کۀ دا ښار بيا جوړ شى او د دې دېوالونه سر ته ورسيږى، نو خلق به محصُول، جزيه او پېسې ورکول بند کړى او ستا شاهى محصُول به کم شى.
نو په دې وجه تۀ به فرمان جارى کړې چې ترڅو پورې ما بل حُکم نۀ وى درکړے نو هغه خلق دې د ښار په جوړولو باندې کار بند کړى.
نو څنګه چې د ارتخششتا بادشاه خط رحُوم، شِمسى او د هغوئ ملګرو ته ولوستلے شو، نو هغوئ يروشلم ته تېز لاړل او يهوديان يې دې ته مجبور کړل چې د ښار بيا جوړول بند کړى.
بادشاه دانيال او دوه نور کسان په دې آفسرانو سر پرست مقرر کړل چې په آفسرانو او د بادشاه په ګټو باندې نظر وساتى.
دانيال زر دا ثابته کړه چې هغه د نورو وزيرانو او لوئ آفسرانو نه ډېر قابل دے. نو بيا ځکه بادشاه دا فېصله وکړه چې هغه په ټوله بادشاهۍ باندې حاکِم مقرر کړى.