عزرا 4:2 - Pakistani Yousafzai Pashto2 نو هغوئ د زرُبابل او د ډلو مشرانو سره مِلاوېدو له راغلل او ورته يې ووئيل، ”د مالِک خُدائ په کور جوړولو کښې به مونږ هم درسره ملګرى شُو. مونږ هم د هغه خُدائ پاک عبادت کوُو د کوم چې تاسو کوئ، مونږ هغۀ ته قربانۍ پېش کوُو د اسور بادشاه اسرحدون د وخت نه چا چې مونږ دلته د اوسېدو دپاره راولېږلو.“ Faic an caibideil |
اے خُدايه پاکه، زمونږ خُدايه پاکه، تۀ څومره لوئ يې، تۀ څومره د رُعب والا او طاقتور يې. تۀ په وفادارۍ سره خپل لوظ پوره کوې. د هغه وخت نه کله چې د اسور بادشاهانو په مونږ ظلم کولو، تر اوسه پورې، مونږ څومره کړېدلى يُو. زمونږ بادشاهان، زمونږ مشران، زمونږ اِمامان او زمونږ پېغمبران، زمونږ پلار نيکۀ او زمونږ ټول خلق کړېدلى دى. مونږ چې څومره کړېدلى يُو نو هغه مۀ هېروه.