19 ما حُکم وکړو چې تفتيش دې وکړے شى او دا خبره معلومه کړے شوې ده چې يروشلم بېشکه د پخوا نه د بادشاهانو خِلاف بغاوت کولو او دا د باغيانو او سرکشه خلقو نه ډک وو.
چې تۀ دا حُکم ورکړه چې هغه تاريخ دې ولټولے شى کوم چې ستا پلار نيکۀ ليکلے وو. نو بيا به تا ته پته ولګى چې دا ښار همېشه د بغاوت نه ډک وى او د پخوانى وختونو نه دې بادشاهانو او د صُوبو حکمرانانو له تکليف ورکړے دے. د دې په خلقو باندې حکومت کول همېشه مشکل وُو. نو په دې وجه دا ښار تباه شوے وو.