17 نو بادشاه دا جواب ورولېږلو، ”رحُوم حکمران، د صُوبې منشى شِمسى او د هغوئ هغه ملګرو ته چې کوم په سامريه کښې اوسيږى او د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ټولو خلقو ته، سلامونه.
نو په دې وجه زمونږ دا يقين دے کۀ دا ښار بيا جوړ شى او د دې دېوالونه مکمل شى، نو بادشاه سلامت، د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته صُوبه به ستا د قابو نه بهر شى.“
کوم خط چې تاسو رالېږلے دے هغه لوستلے شوے دے او زما په وړاندې ترجمه شوے دے.
يو ځل بيا د فارس بادشاه ارتخششتا په دوران کښې، بِشلام، مِتردات، طابئيل او د هغوئ ملګرو بادشاه ته يو خط وليکلو. هغه خط په آرامى ژبه کښې ليکلے شوے وو او بيا د بادشاه دپاره ترجمه کړے شو.
”داريوس بادشاه ته ډېر ډېر سلامونه.
”د ارتخششتا بادشاه د طرف نه، عزرا اِمام ته، چې هغه د آسمان د خُدائ پاک د قانون عالِم دے، ډېر سلامونه. او اوس،
نبوکدنضر بادشاه د دُنيا ټولو خلقو، ټولو قومونو، او ټولو ژبو ويوونکو ته دا پېغام ورولېږلو چې، په خير اوسئ.
نو بيا په ټول مُلک کښې داريوس بادشاه ټولو خلقو، قومونو، او د دُنيا د هرې ژبې ويوونکو ته دا وليکل، ”په تاسو دې سلامتيا او برکت وى.
هر کله چې تاسو يو کور ته ننوځئ نو اول دا ووايئ، په دې کور کښې دې خير او سلامتى وى.
”د کلوديوس لسياس نه معزز ګورنر فِليکس ته سلام.
زۀ د روم هغه ټولو اوسېدونکو ته سلام وايم چې د خُدائ پاک محبوبان دى او چې د ايماندار کېدو دپاره رابللے شوى دى. زمونږ خُدائ پلار او مالِک عيسىٰ مسيح دې تاسو لا فضل او سلامتى درکړى.