Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 4:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 چې تۀ دا حُکم ورکړه چې هغه تاريخ دې ولټولے شى کوم چې ستا پلار نيکۀ ليکلے وو. نو بيا به تا ته پته ولګى چې دا ښار همېشه د بغاوت نه ډک وى او د پخوانى وختونو نه دې بادشاهانو او د صُوبو حکمرانانو له تکليف ورکړے دے. د دې په خلقو باندې حکومت کول همېشه مشکل وُو. نو په دې وجه دا ښار تباه شوے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 4:15
12 Iomraidhean Croise  

نو مالِک خُدائ د يروشلم او د يهوداه خلقو ته دومره غصه شو چې په آخر کښې يې هغوئ د خپل حضور نه لرې کړل. صدقياه د بابل بادشاه خِلاف بغاوت وکړو.


نو په يو ځائ کښې د ښار دېوال وغورزولے شو او ټول فوجيان وتښتېدل. اګر چې ښار بابليانو محاصره کړے وو خو هغوئ د شپې د دوو دېوالونو په مينځ کښې په دروازه باندې ووتل، چې دا د شاهى باغ نه شاته وه او هغوئ د اُردن وادۍ طرف ته روان شول.


بادشاه سلامت، مونږ تا خبرول غواړُو چې هغه يهوديان کوم ستا د نورو علاقو نه راغلى دى هغوئ په يروشلم کښې دېره شوى دى او هغه خراب او سرکشه ښار بيا جوړوى. هغوئ د دېوالونو بيا جوړول شروع کړى دى او ډېر زر به يې تيار کړى.


نو بادشاه سلامت، مونږ ستا وفادار يُو او مونږ نۀ غواړُو چې د بادشاه دې داسې بې‌عزتى وشى، نو دا ځکه مونږ بادشاه له دا خبر ورلېږلے دے،


نو په دې وجه زمونږ دا يقين دے کۀ دا ښار بيا جوړ شى او د دې دېوالونه مکمل شى، نو بادشاه سلامت، د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته صُوبه به ستا د قابو نه بهر شى.“


کله چې سنبلط حورونى، عمونى طوبياه او جشم نومې يو عربے زمونږ د منصوبې نه خبر شول، نو هغوئ په مونږ پورې ټوقې او مسخرې وکړې او وې وئيل، ”تاسو دا څۀ شروع کړى دى؟ ولې تاسو د بادشاه خِلاف بغاوت کول غواړئ؟“


ما ولوستلو، ”جشمه ووئيل چې په ګاونډيانو کښې دا افواه خوره ده چې تۀ او يهوديان د بغاوت اراده لرئ نو دا ځکه تاسو دا دېوال بيا جوړَوئ. هغۀ دا هم ووئيل چې ستا منصوبه دا ده چې خپل ځان بادشاه کړې


کله چې د منصوبې تفتيش وشو او پته ولګېده چې هغه خبر رښتيا وو، نو هغوئ په دار باندې ځوړند کړے شول. بادشاه حُکم وکړو چې دا واقعه دې د شاهى تاريخ په کِتاب کښې وليکلے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan