13 بادشاه سلامت، کۀ دا ښار بيا جوړ شى او د دې دېوالونه سر ته ورسيږى، نو خلق به محصُول، جزيه او پېسې ورکول بند کړى او ستا شاهى محصُول به کم شى.
نو بادشاه سلامت، مونږ ستا وفادار يُو او مونږ نۀ غواړُو چې د بادشاه دې داسې بېعزتى وشى، نو دا ځکه مونږ بادشاه له دا خبر ورلېږلے دے،
هلته طاقتورو بادشاهانو بادشاهى کړې ده او د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته په ټوله صُوبه يې حکومت کړے دے او جزيه، محصُول او پېسې يې راټولولې.
تاسو ته د دې اجازت نشته چې د اِمامانو، ليويانو، موسيقارانو، څوکيدارانو، کاريګرو، يا د بل هر هغه چا نه محصُول، جزيه او پېسې واخلئ چې د چا تعلق د خُدائ پاک د دې کور سره وى.
خو څۀ کسانو دا هم ووئيل، ”مونږ پېسې قرض کړې وې چې په خپلو پټو او د انګورو په باغونو مو بادشاه له محصُول ورکړى.
کۀ څۀ هم چې مغرورانو په ما پورې دروغ تړلى دى، زۀ د خپل ټول زړۀ سره ستا اصُول ساتم.
ژبه دې د نورو خلقو د تباهۍ په لټون کښې ده، او لکه د تېرې چړې په شان ده او ټګى ماره ده.
پطروس ورته ووئيل چې، ”هغه يې ورکوى.“ خو کله چې پطروس دننه لاړو نو عيسىٰ د هغۀ د وينا نه وړاندې وفرمائيل چې، ”اے شمعونه، تۀ په دې باره کښې څۀ وائې چې د دُنيا بادشاهان د چا نه محصُول او ماليه اخلى، د خپلو خلقو نه کۀ د پردو نه؟“
څنګه چې عيسىٰ له دې ځايه لاړو نو هغۀ متى نومې سړے د محصُول په کُرسۍ ناست وليدو او هغۀ ته يې وفرمائيل چې، ”ما پسې راځه.“ متى پاڅېدو او په هغۀ پسې روان شو.