11 په خط کښې داسې ليکلے شوى وُو، ”د فرات سيند نمرپرېواتۀ په طرف د هغۀ د خِدمتګارانو نه، ارتخششتا بادشاه ته.
بيا هغې يو څو خطونه وليکل، د اخىاب دستخط يې ورباندې وکړو، د هغۀ مهر يې ورباندې ولګولو او د هغه ښار آفسرانو او مشرانو ته يې ولېږل چرته چې نبوت اوسېدو.
اګر چې د جلاوطنۍ نه واپس راتلونکى کسان بيا هم د هغه خلقو نه يرېدل کوم چې په هغه مُلک کښې اوسېدل، هغوئ قربانګاه په هغه ځائ کښې بيا جوړه کړه چرته چې مخکښې ولاړه وه. بيا هغوئ يو ځل بيا په هغې باندې د هر سحر او هر ماښام نذرانې سوزول شروع کړل.
د هغه نورو خلقو په شمول کوم چې عظيم او عزتمند اسوربنىپال د خپلو کورونو نه بوتلل او د سامريه په ښار کښې او د فرات سيند نمرپرېواتۀ طرف ته سامريه کښې په نورو ځايونو کښې يې دېره کړل.“
بادشاه سلامت، مونږ تا خبرول غواړُو چې هغه يهوديان کوم ستا د نورو علاقو نه راغلى دى هغوئ په يروشلم کښې دېره شوى دى او هغه خراب او سرکشه ښار بيا جوړوى. هغوئ د دېوالونو بيا جوړول شروع کړى دى او ډېر زر به يې تيار کړى.
هغوئ داريوس بادشاه له دا خبر ورولېږلو،
ارتخششتا عزرا اِمام او عالِم له دا کاغذ ورکړو، چې هغۀ د هغه قانون او حُکمونه پوره پوهه لرله کوم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته ورکړى وُو،
سامرى ښځې ورته ووئيل چې، ”تۀ يو يهودى زما غوندې سامرى ښځې نه د څښلو اوبۀ څنګه غواړې؟“ هغې ځکه داسې ووئيل چې يهوديان د سامريانو سره څۀ نۀ شريکوى.