1 د يهوداه او بنيامين د خلقو دشمنان د دې نه خبر شول چې کوم خلق د جلاوطنۍ نه راواپس شوى دى نو هغوئ د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک کور بيا جوړوى.
هلته ټول پينځۀ زره او څلور سوه د سرو زرو او سپينو زرو لوښى وُو او هغه نور سامان وو کوم چې شيسبضر په هغه وخت کښې د ځان سره وړے وو چې کله هغه او نور جلاوطن شوى کسان د بابل نه يروشلم ته تلل.
د جلاوطنۍ نه راواپس شوو کسانو دا منصوبه منظوره کړه، نو عزرا اِمام د ډلو د مشرانو نه سړى مقرر کړل او د هغوئ نومونه يې وليکل. د لسمې مياشتې په وړومبۍ ورځ هغوئ تفتيش شروع کړو،
ټول يروشلم او يهوداه ته يو پېغام ولېږلے شو چې هغه ټول خلق دې په يروشلم کښې راغونډ شى چې کوم د جلاوطنۍ نه راواپس شوى دى،
څۀ خلقو د خوشحالۍ نه چغې وهلې او څۀ خلقو ژړا کوله، او هغوئ دومره شور کولو چې تر لرې لرې پورې اورېدلے شو او هيچا ته پته نۀ لګېده چې څوک ژاړى او څوک خوشحاله دى.
بيا بنى اِسرائيلو، اِمامانو او ليويانو او هغه نورو ټولو خلقو په خوشحالۍ سره د خُدائ پاک کور وقف کړو کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو.
نو بيا دانيال د بادشاه حضور ته راوستلے شو، او بادشاه هغۀ ته ووئيل، ”تۀ هغه دانيال يې څۀ، څوک چې زما پلار نبوکدنضر بادشاه د يهوداه د جلاوطنو سره د يهوداه نه دلته راوستے وو؟
په دې غور وکړئ او ځان پرې پوهه کړئ. دوه شپېتۀ وارې اووۀ کاله به تير شى د کوم وخت نه چې د يروشلم د بيا جوړولو حُکم ورکړے شوے دے ترڅو چې مالِک خُدائ مسح کړے شوے بادشاه راشى. يروشلم به سره د کوڅو او حِفاظتى خندقونو جوړ کړے شى، خو کۀ څۀ هم چې په يروونکى وخت کښې وى.
ځکه چې زما دپاره د ښۀ خِدمت يو لوئ ور کولاو دے او هلته مخالفين هم ډېر دى.