عزرا 3:9 - Pakistani Yousafzai Pashto9 ليوى يشوَع او د هغۀ زامنو او خپلوانو او د هُوداوياه د قبيلې قدمىاېل او د هغۀ زامنو د مالِک خُدائ د کور په بيا جوړېدو کښې په شريکه مشرى کوله. د هغوئ مدد د حنداد د قبيلې ليويانو هم کولو. Faic an caibideil |
دا د ليويانو د قبيلو تفصيل دے چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول: د يشوَع او د قدمىاېل خاندان چې د هُوداوياه د اولاد وو د قبيلې څلور اويا کسان، د آسف د اولاد د مالِک خُدائ د کور موسيقاران يو سل او اتۀويشت کسان، د سلوم، اطير، طلمون، عقوب، حطيطا او شوبى د اولاد د مالِک خُدائ د کور څوکيداران يو سل او يو کم څلوېښت کسان.
د هغې نه پس چې هغوئ په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور ځائ ته واپس راغلى وُو نو د هغه کال په دوېمه مياشت يې کار شروع کړو. زرُبابل، يشوَع او د هغۀ نور وطنداران، اِمامان او ليويان او هغه ټول خلق په کار کښې شامل شول کوم چې د جلاوطنۍ نه يروشلم ته واپس راغلى وُو. هغه ټول ليويان چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو هغوئ د مالِک خُدائ د کور د بيا جوړېدو مشران مقرر شول.