Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 3:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 د هغې نه پس چې هغوئ په يروشلم کښې د مالِک خُدائ د کور ځائ ته واپس راغلى وُو نو د هغه کال په دوېمه مياشت يې کار شروع کړو. زرُبابل، يشوَع او د هغۀ نور وطنداران، اِمامان او ليويان او هغه ټول خلق په کار کښې شامل شول کوم چې د جلاوطنۍ نه يروشلم ته واپس راغلى وُو. هغه ټول ليويان چې د هغوئ عُمر شل کاله يا د دې نه زيات وو هغوئ د مالِک خُدائ د کور د بيا جوړېدو مشران مقرر شول.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 3:8
14 Iomraidhean Croise  

بادشاه د دې ليويانو نه څليريشت زره کسان مقرر کړل چې د مالِک خُدائ د کور د کار اِنتظام وکړى، شپږ زره کسان چې اِنتظام چلوى او لانجې هواروى،


دا د يهوياکين بادشاه اولاد دے، يهوياکين بابليانو قېدى بوتلے وو. د يهوياکين اووۀ زامن وُو: شلتى‌اېل،


دا د هغه سړو نومونه دى چا چې د غېرو قومونو ښځې کړې وې، د هغه اِمامانو نومونه د قبيلې په حِساب سره ليکلے شوى دى: د يشوَع ډله او د هغۀ د وروڼو چې د يوصدق زامن وُو: معسياه، اِلى‌عزر، يريب او جدلياه.


د هغوئ مشران زرُبابل، يشوَع، نحمياه، شراياه، رعلاياه، مردکى، بِلشان، مِسفار، بِګوئ، رحُوم او بعنه وُو. دا د بنى اِسرائيلو د ډلو تفصيل دے، دا تفصيل د هغه هرې قبيلې د شمېر سره دے کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوى وُو:


او د يوصدق زوئ يشوَع، د هغۀ ملګرو اِمامانو او د شلتى‌اېل زوئ زرُبابل سره د خپلو رشته‌دارانو، د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک قربان‌ګاه بيا جوړه کړه، نو چې هغوئ په دې باندې د هغه اصُولو په مطابق قربانۍ وسوزوى کوم چې د موسىٰ په شريعت کښې ليکلے شوى وُو، موسىٰ د خُدائ پاک خِدمتګار وو.


نو د خُدائ پاک په کور باندې کار بند وو او د فارس بادشاه داريوس د بادشاهۍ تر دوېم کال پورې کار ځنډولے شوے وو.


نو زرُبابل، يشوَع او د ډلو مشرانو هغوئ ته ووئيل، ”مونږ ته د مالِک خُدائ زمونږ د خُدائ پاک په کور جوړولو کښې ستاسو د مدد هيڅ ضرورت نشته. مونږ به دا په خپله جوړوُو هم هغه شان چې څنګه د فارس بادشاه خورس حُکم راکړے دے.“


نو شيسبضر راغلو او د دې بنياد يې کېښودو، د دې جوړېدل د هغه وخت نه واخله تر ننه پورې جارى وُو، خو د خُدائ پاک کور تر اوسه پورې مکمل شوے نۀ دے.


کله چې د شلتى‌اېل زوئ زرُبابل او د يوصدق زوئ يشوَع د هغوئ پېغام واورېدو، نو هغوئ په يروشلم کښې د خُدائ پاک د کور بيا جوړول شروع کړل او د خُدائ پاک هغه دوه پېغمبران د هغوئ سره وُو او د هغوئ مدد يې کولو.


د داريوس بادشاه د بادشاهۍ په دوېم کال د شپږمې مياشتې په اوله ورځ، د مالِک خُدائ کلام د حجى پېغمبر په وسيله زرُبابل د شلتى‌اېل په زوئ نازل شو چې د يهوداه حکمران وو، او يشوَع ته چې د مشر اِمام يهوصدق زوئ وو.


”د زرُبابل لاسونو د خُدائ د کور بنياد کېښودو، هم د دۀ لاسونه به يې مکمل کړى. بيا به تاسو ته پته ولګى چې مالِک خُدائ ربُ الافواج زۀ تاسو ته رالېږلے يم.


هغۀ ته ووايه چې، مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فرمائى، ”دا هغه سړے دے د چا نوم چې څانګه ده، او دے به د خپل ځان نه څانګې خورې کړى او د مالِک خُدائ کور به جوړ کړى.


او د هغه ټولو سړو نومونه دې وليکلے شى چې د هغوئ عُمر د دېرشو کالو نه تر پنځوسو کالو پورې وى او چې د مالِک خُدائ د حضور په مقدسه خېمه کښې کار کولے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan