Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 3:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 خلقو د کاڼو ګِلکارانو او ترکاڼانو د مزدورۍ دپاره پېسې ورکولې او خوراک، څښاک او د زيتُونو تېل يې د صور او صيدا خلقو له لېږل او د دې څيزونو په بدل کښې د لبنان د غرونو نه د دِيار لرګى د يافا ښار ته د سمندر په ذريعه راوړلے کېدل. دا هر څۀ د فارس د بادشاه خورس په اجازت سره کېدل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 3:7
20 Iomraidhean Croise  

د صور بادشاه حيرام داؤد ته يو کاروبارى ډله ولېږله، هغۀ له يې د ترکاڼانو سره د نختر لرګى او د کاڼو ګِلکاران ورکړل چې يو محل جوړ کړى.


نو خپل سړى لبنان ته ولېږه چې زما دپاره د دِيار ونې ووهى. زما سړى به د هغوئ سره کار کوى او چې تۀ څۀ فېصله وکړې نو زۀ به ستا سړو له هم هغه هومره مزدورى ورکوم. لکه چې تا ته ښۀ پته ده چې په مونږ کښې د صيدانيانو په شان د لرګو پرې کولو والا تکړه کسان نشته.“


چې کله به هم په صندوق کښې ډېرې پېسې جمع شوې، نو شاهى منشى او مشر اِمام به راتلل، هغه پېسې به يې وشمېرلې چې د مالِک خُدائ کور ته به راوړلے شوې وې او په کڅوړو کښې به يې واچولې.


د سپينو زرو پيالو، جامونو، بيګلو، د ډيوو سرپوښونه، يا د سرو زرو يا سپينو زرو نورو سامانونو دپاره څۀ پېسې هم نۀ وې استعمال شوې.


بيا دا پېسې هغه درېو سړو ته حواله شوې چې د مالِک خُدائ د کور د مرمت مشران وُو او هغوئ دا پېسې دې مزدورانو له ورکړې


اګر چې خلقو تر اوسه پورې د مالِک خُدائ د کور بنياد جوړول هم شروع کړى نۀ وُو، خو هغوئ د اوومې مياشتې په اوله ورځ مالِک خُدائ ته قربانۍ سوزول شروع کړل.


يهوداه او بنى اِسرائيلو تا سره کاروبار وکړو، او هغوئ ستا د څيزونو په بدله کښې تا ته د مِنيت نه غنم، اينځر، شات، د ‎زيتُونو تېل او مصالحې درکړې.


خو يُونس د مالِک خُدائ نه وتښتېدو او ترسيس ته روان شو. هغه يافا ښار ته ورسېدو، هلته هغۀ وکتل چې يو سمندرى جهاز ترسيس ته تلو والا دے. هغۀ کرايه ورکړه او سمندرى جهاز ته وختو او ترسيس ته روان شو چې د مالِک خُدائ نه وتښتى.


نو هيروديس د صور او د صيدا خلقو ته په قهر وو نو په دې وجه هغوئ ورته د صلحې دپاره جرګه ورولېږله ځکه چې د هغوئ ښارونه د خوراک دپاره د هيروديس د مُلک محتاجه وُو. د سفارش کولو دپاره جرګې خپل ځان سره د بادشاه د دربار ناظر بلستوس ملګرے کړو.


په يافا کښې تبيتا نومې يوه مريده وه چې په يونانۍ کښې ورته ډورکاس يعنې هوسۍ وائى، هغې همېشه نېک کارونه کول او د غريبانانو مدد به يې کولو.


د لدې کلے د يافا سره نزدې وو نو کله چې مريدانو واورېدل چې پطروس په لده کښې دے، هغوئ ورپسې دوه سړى ورولېږل او خواست يې ورته وکړو چې، ”مهربانى وکړه زر تر زره مونږ ته ځان راورسوه.“


نو پطروس څۀ وخت دپاره په يافا کښې د شمعون نومې موچى سره پاتې شو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan