6 اګر چې خلقو تر اوسه پورې د مالِک خُدائ د کور بنياد جوړول هم شروع کړى نۀ وُو، خو هغوئ د اوومې مياشتې په اوله ورځ مالِک خُدائ ته قربانۍ سوزول شروع کړل.
او د دې نه علاوه هغوئ د هرې ورځې سوزېدونکې نذرانې هم پېش کولې او هغه نذرانې يې هم پېش کولې چې د نوې مياشتې په اختر او په کلنى اخترونو کښې پېش کېدلې چې په دې اخترونو کښې به د مالِک خُدائ عبادت کېدلو، او هم داسې هغه ټولې نذرانې هم پېش کېدلې کومې چې مالِک خُدائ ته په رضاکارانه توګه ورکولے شوې.
خلقو د کاڼو ګِلکارانو او ترکاڼانو د مزدورۍ دپاره پېسې ورکولې او خوراک، څښاک او د زيتُونو تېل يې د صور او صيدا خلقو له لېږل او د دې څيزونو په بدل کښې د لبنان د غرونو نه د دِيار لرګى د يافا ښار ته د سمندر په ذريعه راوړلے کېدل. دا هر څۀ د فارس د بادشاه خورس په اجازت سره کېدل.
مالِک خُدائ ته يوه په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کړئ او هغه يو کار هم مۀ کوئ چې تاسو يې هره ورځ کوئ.“
د اوومې مياشتې په وړومبۍ ورځ به تاسو د عبادت دپاره راغونډېږئ او په دې ورځ به هيڅ کار نۀ کيږى. په هغه ورځ به بيګل وغږيږى.
مالِک خُدائ ته يو سوزېدونکې نذرانه پېش کړئ، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى، يو سخے، يو ګډ، اووۀ يو کلن ګډُورى، چې په يو کښې هم هيڅ عېب نۀ وى.