Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 3:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 چې کله د مالِک خُدائ د دې کور بنياد کېښودے شو نو کومو ډېرو بوډاګانو اِمامانو، ليويانو او د ډلو مشرانو چې د مالِک خُدائ هغه وړومبے کور ليدلے وو، نو په چغو يې وژړل. خو چې هلته نور کوم خلق وُو هغوئ د خوشحالۍ نه چغې وهلې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 3:12
12 Iomraidhean Croise  

څۀ خلقو د خوشحالۍ نه چغې وهلې او څۀ خلقو ژړا کوله، او هغوئ دومره شور کولو چې تر لرې لرې پورې اورېدلے شو او هيچا ته پته نۀ لګېده چې څوک ژاړى او څوک خوشحاله دى.


اګر چې ستا شروع معمولى شان وه، خو په مستقبل کښې به مالدار شې.


او څوک چې په ژړا سره بهر ته ځى، او تخم د کَرلو دپاره وړى، خو هغوئ به په سندرو او خوشحالۍ سره واپس راشى، کله چې ګېډۍ په لاس کښې راوړى.


د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړئ. دا څومره ښه ده چې مونږ د خپل خُدائ پاک ثناء صِفت وکړو، او څومره د خوښې خبره ده چې مونږ د هغۀ ثناء وکړُو.


مالِک خُدائ فرمائى، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو واړۀ او کمزورى يئ، خو يرېږئ مه، زۀ به ستاسو مدد کوم. زۀ د بنى اِسرائيلو مقدس ذات يم، زۀ هغه هستى يم څوک چې تاسو بچ کوى.


ستا ټولو نه وړه او کمزورې خاندان به هم د يو طاقتور قوم په شان لويه شى. په مقرر وخت به زۀ داسې وکړم. زۀ مالِک خُدائ يم.


مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په هغه ورځو کښې به د اِسرائيل او د يهوداه خلق په يو ځائ په ژړا راروان وى. د مالِک خُدائ او د خپل مقدس خُدائ لټون به کوى.


په تاسو کښې داسې څوک پاتې دى چا چې د خُدائ د دې کور مخکښې شان او شوکت ليدلے وو؟ دا تاسو ته اوس څنګه ښکارى؟ ولې دا تاسو ته هيڅ هم نۀ ښکارى څۀ؟


وړو شروعاتو ته په سپکه سترګه مۀ ګورئ، ځکه چې هغه د کار په شروع کېدو سره چې د زرُبابل په لاس کښې سال وګورى خوشحاليږى. دا اووۀ ډيوې د مالِک خُدائ د سترګو نمائندګى کوى، چې د هغوئ په ذريعه د ټولې دُنيا لټون کوى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan