Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 2:69 - Pakistani Yousafzai Pashto

69 هغوئ چې د دې کار دپاره څومره نذرانې ورکولے شوې نو هغه هومره يې ورکړې او ټول پينځۀ سوه کلو سرۀ زر، دوه زره او اتۀ سوه کلو سپين زر او د اِمامانو دپاره سل چُوغې ورکړې.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 2:69
7 Iomraidhean Croise  

کله چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ د کور ټول کار ختم کړو، نو هغۀ د مالِک خُدائ دکور په خزانو کښې هغه ټول څيزونه کېښودل چې د هغۀ پلار داؤد مالِک خُدائ ته وقف کړى وُو. يعنې سپين زر، سرۀ زر او نور سامان.


او د مالِک خُدائ د کور دپاره ما په خپل ډېر کوشش سره څلور زره ټنه سرۀ زر او کم از کم څلوېښت زره ټنه سپين زر راغونډ کړى دى چې د دې په جوړولو کښې استعمال شى. د دې نه علاوه بې‌حسابه اوسپنه او زېړ هم دى. ما څۀ لرګى او کاڼى هم تيار کړى دى، خو تۀ به نور هم تياروې.


کله چې جلاوطن شوى کسان په يروشلم کښې د مالِک خُدائ کور ته راورسېدل، نو د ډلو څۀ مشرانو رضاکارانه نذرانې د دې دپاره ورکړې چې د مالِک خُدائ کور په خپل زوړ ځائ کښې بيا جوړ کړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan