Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 2:68 - Pakistani Yousafzai Pashto

68 کله چې جلاوطن شوى کسان په يروشلم کښې د مالِک خُدائ کور ته راورسېدل، نو د ډلو څۀ مشرانو رضاکارانه نذرانې د دې دپاره ورکړې چې د مالِک خُدائ کور په خپل زوړ ځائ کښې بيا جوړ کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 2:68
20 Iomraidhean Croise  

د مالِک خُدائ فرښتې جاد ته وفرمائيل چې داؤد ته ووايه چې هغه د مالِک خُدائ دپاره د اُرنان په درمند کښې يوه قربان‌ګاه جوړه کړى.


نو داؤد وفرمائيل، ”دا هغه ځائ دے چرته به چې د مالِک خُدائ، د خُدائ پاک کور وى. دلته به هغه قربان‌ګاه وى چرته چې بنى اِسرائيليان سوزېدونکې نذرانې پېش کوى.“


نو سليمان په يروشلم کښې د مورياه په غر د مالِک خُدائ د کور جوړول شروع کړل، چرته چې مالِک خُدائ د هغۀ پلار داؤد ته راڅرګند شوے وو. د مالِک خُدائ کور د اُرنان يبوسى په درمند جوړ شو، کوم ځائ چې داؤد خوښ کړے وو.


هغوئ چې د دې کار دپاره څومره نذرانې ورکولے شوې نو هغه هومره يې ورکړې او ټول پينځۀ سوه کلو سرۀ زر، دوه زره او اتۀ سوه کلو سپين زر او د اِمامانو دپاره سل چُوغې ورکړې.


اګر چې د جلاوطنۍ نه واپس راتلونکى کسان بيا هم د هغه خلقو نه يرېدل کوم چې په هغه مُلک کښې اوسېدل، هغوئ قربان‌ګاه په هغه ځائ کښې بيا جوړه کړه چرته چې مخکښې ولاړه وه. بيا هغوئ يو ځل بيا په هغې باندې د هر سحر او هر ماښام نذرانې سوزول شروع کړل.


مونږ غلامان وُو، خو تا مونږ په غلامۍ کښې پرې نۀ ښودو. تا د فارس بادشاهان مونږ سره ښۀ کړل او دا اجازت دې راکړو چې خپل ژوند تېروو او ستا هغه کور بيا جوړ کړُو، کوم چې تباه شوے وو او دې ته دې هم پرېښودو چې په يهوداه او يروشلم کښې مونږ ته حِفاظت مِلاو شى.


کله چې تۀ دشمن سره په جنګ شې نو ستا خلق به په خپله رضا تا ته راشى. د تقوىٰ او پرهيزګارۍ په لباس به سمبال شوى تا ته راشى، لکه د پرخې په شان به سحر وختى په مقدس غر به خپل ځوانان تا ته راشى.


”بنى اِسرائيلو ته ووايه چې ما ته يوه نذرانه پېش کړى. چې څوک د زړۀ نه ما ته څۀ نذرانه پېش کول غواړى تۀ يې ترې نه اخله.


او چې د چا زړۀ هم غوښتل نو هغوئ مالِک خُدائ ته يوه نذرانه راوړه چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه جوړه شى. هغوئ هغه هر څيز راوړو د کوم چې په عبادت کښې او د اِمامانو دپاره مقدس لِباس جوړولو کښې ضرورت وو.


ټولو بنى اِسرائيلو، نرانو او ښځو چې د چا زړۀ هم غوښتل مالِک خُدائ ته يې د هغه کار دپاره خپلې نذرانې راوړې چې مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم ورکړے وو.


هغوئ د موسىٰ نه هغه ټولې نذرانې اخستلې کومې چې بنى اِسرائيلو د مقدسې خېمې جوړولو دپاره راوړې وې. خو بنى اِسرائيلو به هر سحر خپلې نذرانې موسىٰ له راوړلې.


ځکه کۀ د ورکولو شوق وى نو خُدائ پاک هديه د هغې په مطابق قبلوى څۀ چې د چا سره وى، نه چې د هغې په مطابق چې د هغۀ سره نۀ وى.


ځکه زۀ دا ګواهى ورکوم چې هغوئ د خپل وس په مطابق نه، بلکې د خپل وس نه يې هم زيات په خپله خوښه ورکړل.


تاسو هر يو دې هم هغه هومره ورکړى څومره چې يې په زړۀ کښې دى، او نۀ چې په نۀ زړۀ او نۀ د بل چا په مجبورولو سره ځکه چې خُدائ پاک په خوشحالۍ ورکوونکو سره مينه کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan