Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 2:63 - Pakistani Yousafzai Pashto

63 د يهوداه حکمران ورته وئيلى وُو چې هغوئ تر هغه وخته پورې خُدائ پاک ته پېش کړے شوے خوراک نۀ شى خوړلے چې ترڅو يو داسې اِمام نۀ وى چې هغه اُوريم او تميم نه کار واخلى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 2:63
23 Iomraidhean Croise  

هغه ټول په شمېر کښې دوه څلوېښت زره درې سوه او شپېتۀ کسان وُو کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول. د هغوئ ښځې او نران نوکران اووۀ زره درې سوه او اووۀ دېرش کسان وُو، ښځې او نران موسيقاران دوه سوه وُو، آسونه اووۀ سوه او شپږ دېرش وُو، قچرې دوه سوه او پينځۀ څلوېښت وې، اوښان څلور سوه او پينځۀ دېرش وُو، خرونه شپږ زره اووۀ سوه او شل وُو.


کومو کسانو چې دستخطونه وکړل هغوئ دا وُو: د حکلياه زوئ نحمياه حکمران. صدقياه،


شراياه، عزرياه، يرمياه، فشحور، امرياه، مُلکياه، حطوش، شبنياه، ملوک، حارِم، مريموت، عبدياه، دانيال، جِنتون، باروک، مسلام، ابياه، ميامين، معزياه، بِلجى او سمعياه.


يهودى حکمران هغوئ ته وئيلى وُو چې هغوئ تر هغې پورې خُدائ پاک ته پېش کړے شوے خوراک نۀ شى خوړلے چې ترڅو پورې اِمام اُوريم او تميم نۀ وى استعمال کړے.


کله چې خلقو ته پته ولګېده چې د شريعت مطالبه څۀ ده، نو هغوئ په ژړا شروع وکړه. نو نحمياه چې حکمران وو، عزرا چې د شريعت اِمام او عالِم وو او هغه ليويانو چې د شريعت تشريح يې کوله هغوئ ټولو هغه خلقو ته وفرمائيل چې، ”دا ورځ د مالِک خُدائ ستاسو د خُدائ پاک دپاره مقدسه ده، نو تاسو له نۀ دى په کار چې غم يا ژړا وکړئ.


د اُوريم او تميم کاڼى د سينې په جېب کښې کېږده، چې کله هارون زما پاک حضور ته راځى نو هغه به د ځان سره دا راوړى. په داسې وختونو کښې به هغه خامخا د سينې جېب اغوندى، چې د بنى اِسرائيلو دپاره د مالِک خُدائ رضا معلوموى.


د غلې د نذرانې نه پاتې شوې برخه به د اِمامانو وى، دا به ډېره مقدسه ګڼلے شى، ځکه چې دا مالِک خُدائ ته په اور باندې سوزېدونکې نذرانې نه اخستے شوې ده.


د غلې د نذرانې نه پاتې شوې برخه به د اِمامانو وى، دا به ډېره مقدسه ګڼلے شى، ځکه چې دا مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې نه اخستے شوې ده.


صِرف د اِمامانو د خاندان کس دا نذرانې خوړلے شى، بل څوک يې نۀ شى خوړلے کۀ هغه د اِمام کره مېلمه وى يا يې مزدور وى.


خو کۀ د هغۀ لور کونډه يا طلاقه شوې وى چې د هغې بچى نۀ وى او هغه واپس راغلې وى او د پلار په کور کښې اوسيږى نو هغه دا خوراک خوړلے شى چې کوم يې پلار ته د اِمام په توګه مِلاو شوے وى. صِرف د اِمامانو د خاندان کس دا خوراک خوړلے شى.


د اِمامانو د کورَنو هر نر دا نذرانه خوړلے شى، دا ډېره مقدسه ده.


کۀ يو کس د قسم پوره کولو يا د خپلې رضاکارانه نذرانې په توګه، د سلامتۍ نذرانه راوړى، چې دا په کومه ورځ پېش کيږى نو په هغه ورځ دې خوړلے شى خو چې څۀ پاتې وى نو هغه به په بله ورځ خوړلے شى.


هغۀ ورله د سينې جېب ولګولو او اُوريم او تميم يې په کښې کېښودل.


کومې خاص برخې چې اِسرائيليان ما ته پېش کوى هغه زۀ په راتلونکى ټولو وختونو کښې تا، ستا زامنو او ستا لوڼو له ورکوم، دا يو نۀ ماتېدونکے لوظ دے چې ما تا او ستا اولاد سره وکړو.“


کۀ چرې تاسو د دې ښۀ حِصه مالِک خُدائ ته پېش کړى وى او بيا تاسو دا خورئ نو تاسو ته به سزا نۀ ملاويږى. هغه تحفې او قربانيانې چې قوم يې راوړى لازمى ده چې مقدسې پاتې شى خو کۀ د دې د پېش کولو نه مخکښې تاسو دې نه کومه برخه وخوړه نو وبه وژلے شئ.“


د فېصلې کولو دپاره به هغه د اِلى‌عزر اِمام نه مشوره اخلى او اِلى‌عزر به اُوريم او تميم زما رضا معلومولو دپاره استعمالوى. نو اِلى‌عزر به د يشوَع او د بنى اِسرائيلو د ټول قوم په هر څيز کښې لار ښودنه کوى.“


د ليوى قبيلې په حقله هغۀ وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، تۀ خپله رضا د اُوريم او تميم په ذريعه څرګندوې د خپلو وفادارو خِدمتګارانو، ليويانو په ذريعه، هغوئ تا په مسه کښې وآزمائيل او د مريبه چينو سره دې رښتونى ثابت کړل.


نو هغۀ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو چې څۀ وکړم. خو مالِک خُدائ بېخى جواب ورنۀ کړو، نۀ د خوبونو په ذريعه، نۀ د اُوريم او تميم استعمالولو او نۀ د پېغمبرانو په ذريعه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan