Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 2:61 - Pakistani Yousafzai Pashto

61-62 د اِمامانو دې ډلو داسې څۀ نسب‌نامه پېدا نۀ کړه چې هغوئ خپل پلار نيکۀ ثابت کړے وے، حباياه، هقوض او برزلى. د اِمامانو د قبيلې برزلى پلار نيکۀ د جِلعاد د برزلى د قبيلې يوه ښځه وادۀ کړې وه او د خپل سخر نوم يې په ځان اېښے وو. نو په دې وجه هغوئ نۀ شول ثابتولے چې د هغوئ پلار نيکۀ څوک وُو، نو هغوئ اِمامان نۀ منظوره کېدل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 2:61
7 Iomraidhean Croise  

کله چې داؤد محنايم ته ورسېدو، نو هغه د ناحس د زوئ سوبى سره مِلاو شو، چې هغه په ربه ښار کښې د عمون د قبيلې وو، د عمى‌اېل زوئ مکير سره چې د لودبار وو او د جِلعاد د قبيلې د برزلى سره هم مِلاو شو، برزلى د راجليم وو.


خو د جِلعاد د برزلى زامنو ته خپله مِهربانى وښايه او د هغوئ خيال وساته، ځکه چې زۀ کله ستا ورور ابى‌سلوم نه تښتېدم نو هغوئ په ما مهربانه وُو.


د اورِياه زوئ او د هقوض نمسى مريموت ورپسې برخه جوړه کړه. د برکياه زوئ او د مشيزب‌ايل نمسى مسلام ورپسې برخه جوړه کړه. د بعنه زوئ صدوق بله برخه جوړه کړه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan