Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




عزرا 2:40 - Pakistani Yousafzai Pashto

40-42 دا د ليويانو د قبيلو تفصيل دے چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول: د يشوَع او د قدمى‌اېل خاندان چې د هُوداوياه د اولاد وو د قبيلې څلور اويا کسان، د آسف د اولاد د مالِک خُدائ د کور موسيقاران يو سل او اتۀويشت کسان، د سلوم، اطير، طلمون، عقوب، حطيطا او شوبى د اولاد د مالِک خُدائ د کور څوکيداران يو سل او يو کم څلوېښت کسان.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




عزرا 2:40
6 Iomraidhean Croise  

ليوى يشوَع او د هغۀ زامنو او خپلوانو او د هُوداوياه د قبيلې قدمى‌اېل او د هغۀ زامنو د مالِک خُدائ د کور په بيا جوړېدو کښې په شريکه مشرى کوله. د هغوئ مدد د حنداد د قبيلې ليويانو هم کولو.


او بيا په څلورمه ورځ مونږ د خُدائ پاک کور ته لاړو او هغه سپين زر، سرۀ زر او لوښى مو وتلل او د اورِياه زوئ مريموت اِمام ته مو حواله کړل. د هغۀ سره اِلى‌عزر، د فينحاس زوئ او دوه ليويان، د يشوَع زوئ يوزبد او د بِنوئى زوئ نوعيدياه هم وو.


ليويان: دا کسان د شُکر ګزارۍ حمد‌و‌ثناء مشران وُو، يشوَع، بِنوئى، قدمى‌اېل، سربياه، يهوداه او متنياه.


د ليويانو قبيلې چې د جلاوطنۍ نه راواپس شوې: د هوداوه اولاد يشوَع او قدمى‌اېل، څلور اويا، د آسف اولاد د خُدائ پاک د کور موسيقاران يو سل او اتۀ څلوېښت، د خُدائ پاک د کور څوکيداران چې د سلوم، اطير، طلمون، عقوب، حطيطا او شوبى اولاد وو هغوئ يو سل او اتۀ دېرش وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan